د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکټور ترمنځ لومړنی سوداګریز فورم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډې همکارۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکيک کې ترسره شو. په دې فورم کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسانو او مرستیالانو، د قرغیزستان د سوداګرۍ وزارت معین، په بشکيک کې د اسلامي امارت سفیر، دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.د غونډې په پیل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس ښاغلي تیمیر سریف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغان سوداګرو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي د دواړو هېوادونو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې که څه هم نسبي وده یې کړې، خو لا هم د دواړو هېوادونو د ظرفیتونو پرتله بسنه نه کوي. هغه همدارنګه د افغانستان پر ټرانزیټي موقعیت او د کرنې، ودانیزو چارو او د تازه او وچو مېوو په برخو کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو ټینګار وکړ.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یاد فورم جوړېدل د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله او د قرغیزستان حکومت د کوربهتوب مننه يې وکړه. نوموړي وویل افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د دغو اړیکو پراختیا به د دواړو هېوادونو او سیمهییزو همکاریو په ګټه تمامه شي.ښاغلي هاشمي د همکاریو لپاره پنځه اساسي وړاندیزونه وکړل، چې پکې د سوداګرو او پانګوالو د پلاوو تګ راتګ زیاتوالی، د ګډو نندارتونونو او اقتصادي غونډو جوړول، د ټرانزیټ او لېږد رالېږد اسانتیاوو برابرول، د ګډو پانګونو هڅونه او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره د منظم میکانېزم رامنځته کول شامل وو.په دې فورم کې د قرغیزستان لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي عبدالشکور حقاني هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یې د سفارت له اړخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.د پروګرام په دویمه برخه کې د «افغانستان-قرغیزستان د سوداګرۍ ګډې خونې» د رامنځته کېدو هوکړهلیک لاسلیک شو. د دې ګډې خونې موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو جلب او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو کمول دي.د فورم په پای کې د څه باندې ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت څو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. تر ټولو ستره هوکړه د افغانستان د خوافي هولډینګ ګروپ او د قرغیزستان د تیریک تاش شرکت ترمنځ د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو په اړه وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او صنعتي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.د دغه سوداګریز فورم ترسره کېدل د افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پراختیا او د راتلونکو ګډو فرصتونو رامنځته کولو لپاره د دواړو هېوادونو د قوي ارادې څرګندونه کوي.یکشنبه، چنګاښ اوومه، ۱۴۰۵