د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ګډون وکړ.

دوشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
په یاده غونډه کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب د مالیاتي تخفیفونو د فرمان هرکلی او ستاینه وکړه او دغه پرېکړه یې د سوداګريز چاپېریال د لا ښه‌والي او د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، چې پکې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر ښاغلي الحاج ملا محمد نصیر اخند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده ترڅنګ یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو هم ګډون کړی و. دغه غونډه د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ، سلا مشورو او ګډو همکاریو لپاره مهمه وبلل شوه.
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکټور د ملاتړ او د پانګونې هڅولو پر سټراټیژیک اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د خصوصي سکټور ملاتړ د هېواد په دوامدار اقتصادي پرمختګ، د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا او د ملي اقتصاد په وده کې مهم رول لري او په دې برخه کې یې د دولت او خصوصي سکټور ګډه همکاري اړینه وبلله.
د مالیې وزیر په دې غونډه کې د مالیاتي معافیتونو او امتیازونو هغه ۱۳ ډولونه معرفي کړل، چې د سوداګرۍ د اسانتیا، د مالیه ورکوونکو د ملاتړ، د تولید پیاوړتیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د اسلامي امارت له لوري منظور شوي دي. نوموړي وویل، دغه تخفیفونه به د سوداګرۍ چاپېریال لا ښه، د بازار سیالي پیاوړې او اقتصادي فعالیتونه به پراخ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د عوایدو پر مالیاتو د تخفیف فرمان هرکلی وکړ او د اقتصادي اصلاحاتو د دوام او د خصوصي سکټور لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. نوموړي وویل د اقتصادي پرېکړو له کولو وړاندې د خصوصي سکټور له استازو سره مشورې کولی شي، چې اقتصادي پالیسۍ د بازار له واقعي اړتیاوو سره همغږې کړي او غوره پایلې ولري. هغه زیاته کړه، چې دا ډول مشارکتي تګلاره د اقتصادي حکومتولۍ د ښه‌والي او د تصمیم نیونې په بهیر کې د روڼتیا د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.
ښاغلي هاشمي د خصوصي سکټور پر مسؤلیتونو هم رڼا واچوله او ویې ویل، چې د دولت د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرو او پانګوالو مسؤلیتونه هم درانه دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې اقتصادي فعالیتونه باید د اسلامي او اخلاقي اصولو، امانتدارۍ او نافذه قوانینو پر بنسټ ترسره شي، سوداګر باید خپل مالیات پر وخت ادا کړي، له احتکار او د نرخونو له غیرعادلانه لوړولو څخه ډډه وکړي، ځکه دا ټول د سالم، روڼ او دوامدار اقتصاد اساسي شرطونه دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه ډاډ څرګند کړ، چې خصوصي سکټور چمتو دی، څو د اقتصادي پالیسیو په جوړولو، د مسلکي سلا مشورو په وړاندې کولو او د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو لپاره د عملي حل لارو په موندلو کې فعاله او رغنده ونډه واخلي.
دغه غونډه د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ګډ کار، متقابل باور او اقتصادي همکاريو د پیاوړتیا څرګندونه کوي او تمه کېږي، چې دا ډول همغږي به د افغانستان د اقتصادي ودې، د پانګونې زیاتوالي او د خلکو د ژوند ښه‌والي لپاره مهمې لاسته راوړنې ولري.