د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې شپږمه غونډه د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د پانګونې مرستیال الحاج ارین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض احمد خوافي، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس الحاج ذبیح الله عمرخېل او د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست زین‌الله حسني په ګډون د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي په اوسنیو شرایطو کې د سوداګرو او پانګه‌والو پر ملي مسئولیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه باید د خلکو اړتیاوو پوره کولو په ځانګړي ډول د لومړنیو او باکیفیته نفتي توکو برابرولو لپاره له بېلابېلو لارو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې د اجرائیه کمېټې د شپږمې ناستې د اجنډا موضوعات د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح الله عمرخېل له لوري غونډې ته وړاندې شول.
وروسته د عامل پلاوي د تېرو پنځو میاشتو کاري راپورونه او وړاندیزونه د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني له لوري وړاندې شول او د مدیره پلاوي غړو ته یې په دې اړه هر اړخیز مالومات ورکړل.
له بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته د خونې د سیسټمونو پر ډیجیټلي کېدو ځانګړی ټینګار وشو. همدارنګه د نفتي توکو د وارداتو او د بې‌کیفیته تېلو د واردېدو مخنیوي په اړه پرېکړه وشوه، چې سوداګر دې وهڅول شي څو د هېواد بازارونو او د خلکو اړتیا پوره کولو لپاره د نفتي توکو واردات لا زیات کړي.
په پای کې د عامل پلاوي د ریاست پر وړاندیزونو هم بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
 
یکشنبه، چنګاښ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان په بازار کې د نفتي توکو احتمالي کمښت مخنیوي او پېټرولو، ډېزلو او ګازو ته د اړتیا پوره کولو په موخه د ۱۴۰۵ کال د چنگاښ په ۱۳مه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د خونې مرستیالانو او د نفتي توکو یو شمېر سوداګرو او واردوونکو په ګډون مشورتي ناسته وشوه.
 
دا ناسته په داسې حال کې وشوه، چې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د ګازو د برابرولو او عرضې په برخه کې ستونزې او محدودیتونه رامنځته شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موضوع اهمیت په درک سره د نفتي توکو له سوداګرو او واردوونکو وغوښتل، چې د ملي مسؤلیت له مخې د پېټرولو، ډېزلو او مایع ګازو واردات زیات کړي، څو د هېواد د بازارونو او خلکو اړتیاوې په خپل وخت پوره شي.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سوداګرو د هڅو او خدمتونو مننه وکړه او ویې ویل، چې خصوصي سکټور تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د لومړنیو او اساسي اړتیاوو په ځانګړي ډول د نفتي توکو په برابرولو کې يې مهم او حیاتي رول لوبولی. نوموړي ټینګار وکړ، چې سوداګر او پانګه‌وال د ملي اقتصاد د مهمو ستنو په توګه مسؤلیت لري، چې د وارداتو په زیاتولو سره د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنيوی وکړي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه وویل، چې د وارداتو ترڅنګ د نفتي توکو کیفیت ته هم باید جدي پاملرنه وشي. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د اړتیا وړ پېټرول، ډېزل او ګاز د ټاکل شوو معیارونو او وړ کیفیت له مخې وارد کړي او بازار ته د بې‌ کیفیته نفتي توکو د عرضې مخه ونیسي.
په دې ناسته کې د نفتي توکو د واردوونکو سوداګرو ستونزې او ننګونې هم وڅېړل شوې. ګډونوالو د ګمرکي او اداري بهیر، د وارداتو پر وړاندې شته ستونزو، بازار ته د نفتي توکو د منظمې عرضې او د خصوصي سکټور او د اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ډاډ ورکړ، چې د نفتي توکو د واردونکو سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به په رسمي ډول د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریک کړي، څو د نافذه قوانینو او طرزالعملونو له مخې واردات اسان، بازار ښه تنظیم، د خلکو اړتیاوې پوره او د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنیوي لپاره لازم اقدامات وشي.
همدارنګه د بېلابېلو ولایتونو او له هېواده بهر د نفتي توکو یو شمېر لویو سوداګرو او د اړوندو شرکتونو مالکانو هم په انلاین ډول په دې ناسته کې ګډون وکړ او د وارداتو د زیاتوالي، د بازار ثبات او د نفتي توکو د کیفیت ښه والي په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د خونې له مشرتابه سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د نفتي توکو واردونکو سوداګرو او د اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ پر نږدې همکارۍ ټینګار وشو. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنیوي، د پېټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د وارداتو بهیر د اسانتیا، د بې‌ کیفیته نفتي توکو د عرضې مخنیوي او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره به د خصوصي سکټور او مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ یو ګډ او منظم میکانېزم رامنځته شي.
 
یکشنبه، چنگاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال ښاغلي میدیربیک تومانوف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره د نوو فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د ګډو همکاریو لپاره یې د ظرفیت لرونکو سکټورونو پر پېژندنې ټینګار وکړ. همدارنګه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د توکو د لېږد او ټرانزیټ، د سوداګریزو ویزو د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو هم خبرې وشوې.
ښاغلي هاشمي د افغانستان او قرغيزستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د خپل سټراټیژیک موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او ګډو اقتصادي پروژو په تطبيق کې د همکاریو پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي میدیربیک تومانوف هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او سوداګرو او پانګوالو لپاره یې د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د خپل وزارت له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د خبرو پر دوام، د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار وکړ. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د راتلونکو همکاریو لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د دواړو لورو د قوي ارادې څرګندونه کوي.
 
دوشنبه، چنگاښ اتمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، الحاج عبدالقاسم عمرخېل، الحاج حمیدالله حبيبي او الحاج مطيع‌الله ګرديزی د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د بېلابېلو غرفو لیدنه يې وکړه.
 
یاد نندارتون به، چې په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی، د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي او په کې شرکتونو د فلزي او کاني محصولاتو ترڅنګ د درملو، د ابادۍ، پاکولو او خوراکي توکو په شمول بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ايښي.
 
جمعه، چنگاښ ۱۲مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي د هېواد د سوداګرو ۲۱ کسیز پلاوي په مشرۍ د چین په چنګدو ښار کې د تولیدي او صنعتي ماشین‌الاتو په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي رحیمي او مل پلاوي یې د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه او د ماشین‌الاتو له تولیدونکو او نندارچیانو سره یې د افغانستان د اړتیا وړ ماشین‌الاتو، د هغو د لېږد او د همکارۍ د فرصتونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه راز نوموړي او ورسره مل پلاوي د ماشین‌الاتو د تولید ځينو فابریکو لیدنه هم وکړه او افغان سوداګر یې وهڅول، څو د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره اړین او معیاري ماشین‌آلات وپېري.
ښاغلي رحیمي همدارنګه د هغو چينايي شرکتونو له مسؤلینو سره، چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، لیدنې وکړې او هغوی یې په اړوندو صنعتي برخو کې پانګونې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې افغان سوداګرو د تولیدي ماشین‌الاتو د پېرلو په برخه کې د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت شپږ سوداګریز هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړل.
 
یکشنبه، چنګاښ اومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو هر یو لهدولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او د مدیره پلاوي غړو الحاج میرویس وزیرزی کټوازي او الحاج نجابت الله حیدري د قرغیزستان د توکموک ښار د «تیریک تاش» د سمنټو تولیدي فابریکې لیدنه وکړه.
 
یاده فابریکه، چې هره ورځ د ۵ زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت لري، د قرغیزستان د سمنټو له سترو تولیدوونکو فابریکو څخه شمېرل کېږي او د تولید په برخه کې له پرمختللې ټکنالوجۍ او عصري معیارونو څخه ګټه اخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د لیدنې پر مهال د فابریکې له بېلابېلو څانګو، د سمنټو د تولید له بهیر، تخنیکي سیسټمونو، تولیدي تجهیزاتو او د کیفیت د کنټرول او مدیریت پروسې لیدنه وکړه او مالومات یې ترلاسه کړل. همدارنګه دواړو لورو په افغانستان کې د سمنټو د تولید او د ساختماني صنعت د پراختیا په برخه کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې او د نظرونو تبادله هم وکړه.
د ورته فابریکې د جوړېدو په موخه پرېکړه وشوه، چې د «تیریک تاش» شرکت او د دغه شرکت د چینایي شریکانو په همکارۍ به په افغانستان کې هم د سمنټو یوه ورته تولیدي فابریکه جوړه شي. دغه اقدام به د هېواد د صنعت په وده، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د سمنټو پر وارداتو د هېواد د اتکا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي دغه اقدام هېواد ته د بهرنیو پانګونو د جلب، د نوې ټکنالوجۍ او تجربو د لېږد او د تولیدي صنعتونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ یې د پانګونې او اقتصادي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او صنعتي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د ګډې ارادې څرګندونه کوي.
 
سه‌شنبه، چنګاښ نهمه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...