د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د کابل ځينو صنعتي پارکونو لیدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ اسد ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د سلاکار ښاغلي الحاج مایل خیرخواه په ملتیا د کابل یو شمېر صنعتي پارکونو، په ځانګړي ډول د جمعه محمدي صنعتي پارک، باریک‌اب صنعتي پارک او په دغو پارکونو کې د تازه جوړو شوو یو شمېر فابریکو لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د صنعتي پارکونو د اوسني وضعیت ارزونه، په کې د نوو پانګونو د بهیر څېړنه، د برېښنا، ځمکې، زیربنایي او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې د پانګه‌والو اړتیاوو معلومول، د موجودو ستونزو او ننګونو تشخیصول او له یو شمېر پانګه‌والو او فابریکه لرونکو سره لیدنه وه.
د لیدنې پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د پانګه‌ والو او فابریکه‌ لرونکو ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له نږدې واورېدل او د هغوی فعالیتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د صنعتي سکټور مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، څو د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د پانګه‌‌والو او تولیدوونکو ستونزې او اړتیاوې له اړوندو ادارو سره له قانوني لارو شریکې او د حل لپاره یې لازمې هڅې وکړي.
نوموړي همدارنګه پانګه‌وال وهڅول، چې په هېواد کې خپلو صنعتي فعالیتونو او پانګونو ته دوام ورکړي او پراختیا ورکړي. هغه د صنعتي بنسټونو د پراختیا، د پانګونې چاپېریال ښه‌والي او د هېواد د صنعت د ودې لپاره د خصوصي سکټور او دولتي ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.