د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د اوزبېکستان او چین د پانګونې په ناسته کې گډون وکړ.

سې‌شنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلی ارین زلگي عظیمي له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره یوځای د اوزبېکستان او چین د پانګونې او سوداګرۍ په هغه ناسته کې ګډون وکړ، چې د ترمذ په نړیوال سوداګريز مرکز کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د بلخ والي ښاغلي مولوي محمد یوسف وفا، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌اوف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي، په تاشکند کې د افغانستان سفیر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس او د افغانستان، اوزبېکستان او چین د خصوصي سکټور یو شمېر چارواکو او استازو ګډون کړی و، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پانګونو پر زیاتوالي ټینګار وشو.
په دې ناسته کې افغان پلاوي له اوزبېکستان او چین سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د نویو ټرانزیټي دهلیزونو پر رامنځته کولو، سیمه‌ییزو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي او د بهرنیو پانګونو پر جلب ټینګار وکړ.
همدارنګه د افغانستان او اوزبېکستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې د کانونو، کرنې او انرژۍ په برخو کې د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د اوزبېکستان لوري په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او افغان لوري هم د ګډو پانګونو او همکاریو لپاره د لازمې زمینې د برابرولو په برخه کې خپل چمتووالی وښود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلگي عظیمي په دې دوه‌اړخیزه ناسته کې د خصوصي سکټور فرصتونه او ستونزې مطرح کړې او ویې ویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له خپل اوزبېکستاني سیال سره د ګډو پانګونو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
همدارنګه ښاغلي عظیمي د ناستې په څنډه کې د سرخان‌دریا د سوداګرۍ خونې له رئیس او د سرخان‌دریا ولایت د کرنې له رئیس سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د افغانستان د پنبې او تازه مېوې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د افغانستان د خصوصي سکټور د ګډو پانګونو لپاره چمتووالی څرګند شو.
په دې لیدنه کې په اوزبېکستان کې د افغانستان د تازه او وچې مېوې د پروسس فابریکو د جوړولو او له اوزبېکستان څخه اروپایي هېوادونو ته د دغو محصولاتو د صادراتو په اړه هم بحث وشو.
د سرخان‌دریا د سوداګرۍ خونې رئیس ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د پنبې کرکيلې د میکانېزه کولو په اړه کاري طرحې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره شریکې کړي.
په دغه سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي ارین زلگي عظیمي سره د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي نجابت حیدري، د بلخ د سوداګرۍ خونې مرستیالان ښاغلي کامبیز صدري او ښاغلي دولت‌خان مفکر، د خونې مشاور ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د بلخ ولایت د مدیره پلاوي غړو ښاغلي معراج‌الدین پرهیز، ښاغلي اتیلا کامګار او ښاغلي ذبیح‌الله کهمردي هم مل و.