د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په کابل کې له یو شمېر روسي پانګوالو سره ولیدل.

سې‌شنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
د روسیې یو شمېر سوداګر او پانګوالو، چې د افغانستان د شرایطو ارزونې او په راتلونکي کې د احتمالي سوداګریزو فعالیتونو پيلولو په موخه کابل ته راغلي وو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره يې ولیدل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په داسې حال کې، چې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګی عظیمي هم حضور درلود، د نفتو او ګازو، طبي وسایلو او وچې مېوې په برخو کې له یو شمېر روسي سوداګرو او پانګوالو سره د خونې په عمومي ریاست کې لیدنه او خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بهرنیو پانګوالو حضور د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پلونو په توګه وباله او د افغانستان امنیت، مناسب اقلیم او د سوداګرۍ او پانګونې وړتیاوې یې د بهرنیو پانګونو لپاره ښه فرصتونه یاد کړل. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هر ډول مشروع سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لازمې زمینې برابرولو او همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس روسي سوداګر د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد او انتقال په برخه کې کار ته د هڅولو ترڅنګ د افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج په برخه کې هم د ځینو سترو پانګونو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د روسي پانګوالو له ډلې ښاغلي محمدوف خبیر، چې له دې وړاندې یې پر ایران، عراق او سوریې سربېره اسیایي هېوادونو کې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه کړې، په تېرو څو ورځو کې یې له کابل او د افغانستان له یو شمېر نورو ښارونو څخه د خپلو لیدنو او ارزونو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي موده وړاندې د رسنیو له لارې د افغانستان په اړه د منفي خبرونو اورېدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د حضور له امله یې وضعیت په بشپړه توګه بدل لیدلی او افغانستان اوس کولای شي، چې د دوی لپاره د پانګونې یو مناسب ځای وي.
وروسته د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي عظیمي په افغانستان کې د پانګونې څرنګوالي په اړه روسي مېلمنو او سوداګرو ته لازم تخنیکي معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج یحیی پښتون او د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې رئیس ښاغلي الحاج عبدالقاسم امرخېل هم په دې ناسته کې ګډون درلود.