د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د ترکیې د سونای شرکت د رئیس لیدنه

چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ترکیې د سونای د پانګونې، ساختماني او د انرژۍ د توليد شرکت له رئیس ښاغلي فهمي سولاک سره وکتل او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې او نظرونه شریک کړل.
د لیدنې پرمهال دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستانه اړیکو او شته اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې فرصتونه وڅېړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې یې د خصوصي سکټور پر مهم رول ټینګار وکړ.
همدارنګه د ليدنې پرمهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د یوه ګډ او دایمي سوداګریز بازار د جوړولو موضوع هم وڅېړل شوه. دغه بازار کولای شي د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګه‌والو د دوامدار حضور، د محصولاتو معرفي او عرضې، د سوداګریزو اړیکو د شبکو پراختیا او د افغانستان او ترکیې د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو لپاره یو مناسب بستر برابر کړي.
محترم الحاج سید کریم هاشمي د دغه ډول سوداګریز بستر د احتمالي هوارېدو هرکلی وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا، د ګډو همکاریو د رامنځته کېدو ملاتړ او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لازمې زمینې برابرولو په برخه کې يې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د دا ډول ناستو او خبرو اترو پر دوام او د همکاریو لپاره د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو سره به د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتوالي، د پانګونې جذب، د ګډو همکاریو پراختیا او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوې زمینه برابره شي.