دوشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
په یاده غونډه کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب د مالیاتي تخفیفونو د فرمان هرکلی او ستاینه وکړه او دغه پرېکړه یې د سوداګريز چاپېریال د لا ښه‌والي او د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، چې پکې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر ښاغلي الحاج ملا محمد نصیر اخند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده ترڅنګ یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو هم ګډون کړی و. دغه غونډه د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ، سلا مشورو او ګډو همکاریو لپاره مهمه وبلل شوه.
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکټور د ملاتړ او د پانګونې هڅولو پر سټراټیژیک اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د خصوصي سکټور ملاتړ د هېواد په دوامدار اقتصادي پرمختګ، د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا او د ملي اقتصاد په وده کې مهم رول لري او په دې برخه کې یې د دولت او خصوصي سکټور ګډه همکاري اړینه وبلله.
د مالیې وزیر په دې غونډه کې د مالیاتي معافیتونو او امتیازونو هغه ۱۳ ډولونه معرفي کړل، چې د سوداګرۍ د اسانتیا، د مالیه ورکوونکو د ملاتړ، د تولید پیاوړتیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د اسلامي امارت له لوري منظور شوي دي. نوموړي وویل، دغه تخفیفونه به د سوداګرۍ چاپېریال لا ښه، د بازار سیالي پیاوړې او اقتصادي فعالیتونه به پراخ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د عوایدو پر مالیاتو د تخفیف فرمان هرکلی وکړ او د اقتصادي اصلاحاتو د دوام او د خصوصي سکټور لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. نوموړي وویل د اقتصادي پرېکړو له کولو وړاندې د خصوصي سکټور له استازو سره مشورې کولی شي، چې اقتصادي پالیسۍ د بازار له واقعي اړتیاوو سره همغږې کړي او غوره پایلې ولري. هغه زیاته کړه، چې دا ډول مشارکتي تګلاره د اقتصادي حکومتولۍ د ښه‌والي او د تصمیم نیونې په بهیر کې د روڼتیا د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.
ښاغلي هاشمي د خصوصي سکټور پر مسؤلیتونو هم رڼا واچوله او ویې ویل، چې د دولت د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرو او پانګوالو مسؤلیتونه هم درانه دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې اقتصادي فعالیتونه باید د اسلامي او اخلاقي اصولو، امانتدارۍ او نافذه قوانینو پر بنسټ ترسره شي، سوداګر باید خپل مالیات پر وخت ادا کړي، له احتکار او د نرخونو له غیرعادلانه لوړولو څخه ډډه وکړي، ځکه دا ټول د سالم، روڼ او دوامدار اقتصاد اساسي شرطونه دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه ډاډ څرګند کړ، چې خصوصي سکټور چمتو دی، څو د اقتصادي پالیسیو په جوړولو، د مسلکي سلا مشورو په وړاندې کولو او د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو لپاره د عملي حل لارو په موندلو کې فعاله او رغنده ونډه واخلي.
دغه غونډه د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ګډ کار، متقابل باور او اقتصادي همکاريو د پیاوړتیا څرګندونه کوي او تمه کېږي، چې دا ډول همغږي به د افغانستان د اقتصادي ودې، د پانګونې زیاتوالي او د خلکو د ژوند ښه‌والي لپاره مهمې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خپلې شخصي شتمنۍ څخه په کندهار ولایت کې د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات د رغونې لپاره ۲۰ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه.
ټاکل شوې ده، چې دغه مرسته د یاد نوي جوړېدونکي جامع جومات د ودانېزو چارو په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.
د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات، چې پر ۸ زره مربع متره ځمکه جوړېږي، د ۱۴ زره لمونځ کوونکو د ځای ظرفیت لري.
د جوماتونو په جوړولو کې مرسته او مسلمانانو ته د عبادت د اسانتیاوو برابرول، د نېکو اعمالو او جاريه صدقې څخه حسابیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د مدیره پلاوي د غړي ښاغلی الحاج عبدالله رحیمي، د هېواد ملي سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي او د هېواد یو شمېر سوداګرو په حضور کې د تولیدي ماشین‌الاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې، د چین د شینګداو نړیوال نندارتون مرکز له رئیسې سره د سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او غونډو د جوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
یاد هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خدمتونو د تبادلې اسانولو په موخه لاسلیک شوی دی.
د دې هوکړې له مخې به چینایي سوداګر او تولیدوونکي په ځانګړې توګه د صنعتي ماشین‌الاتو تولیدوونکي، د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د بازارموندنې او معرفۍ په موخه به خپل بېلابېل ماشین‌الات نندارې ته وړاندې کړي.
دا همکاري کولای شي د افغان تولیدوونکو لپاره د نویو بازارونو د موندلو ترڅنګ په هېواد کې د تولیداتو او خدماتو د کیفیت په لوړولو کې هم مهم رول ولوبوي. همدارنګه د ګډو نندارتونونو او غونډو جوړول به د تجربو او نوې ټکنالوجۍ د تبادلې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
هیله ده، چې دغه هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د یوه اغېزناک ګام په توګه ثابت شي او د دواړو هېوادونو د دوامدارې ودې او پرمختګ لامل به وګرځي.
 
جمعه، د چنگاښ ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

یکشنبه، د چنگاښ ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د مشرتابه پلاوي په ملتیا، د روسیې فدراسیون او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره د خونې په عمومي ریاست کې وليدل.
په دې لیدنه کې د روسیې او قزاقستان ګډ سوداګریز پلاوي، چې پکې د روسیې د داغستان د صادراتو رئیس ارسین غمزه توف، د روسیې د تیومن ایالت د سوداګرۍ خونې مرستیال ولادمیر علیکسیویچ، د تیومن ایالت د سوداګرۍ کور رئیس الکساندر اندریویچ، د یاد سوداګریز کور مدیر آرتیم ولیریچ، د ساختماني توکو سوداګر عبدالناصر ابوکراویچ، د چای او نباتي غوړیو سوداګر ستار دیمتري (قزاقستان)، د خوراکي توکو سوداګر سمه کوف درکان (قزاقستان) او د غلو دانو سوداګر عظمت سیګدنوف (قزاقستان) ګډون کړی و. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزی او د مدیره پلاوي غړو الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج نجابت حیدري، الحاج یحیی پښتون، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید هم په غونډه کې ګډون کړی و.
ښاغلي هاشمي د پلاوي هرکلی وکړ او د افغانستان د پراخو اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو په اړه یې ورته مالومات وړاندې کړل. نوموړي په ځانګړې توګه د افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، کرومایټ، قیمتي ډبرو او د نادرو عناصرو د سترو زېرمو یادونه وکړه او له روسي او قزاقي شرکتونو یې وغوښتل، چې نه یوازې د کان کيندنې، بلکې د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس فابریکو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس وړاندیز وکړ، چې په لومړي ګام کې باید د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري پراخه شي او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د سوداګریزو خنډونو کمولو، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د (B2B) غونډو د جوړولو او د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي هاشمي وویل، چې افغانستان چمتوو دی خپل لوړ کیفیت لرونکي محصولات، لکه تازه او وچه مېوه، زعفراڼ، ځڼغوځي، طبي بوټي، غالۍ او قیمتي ډبرې د روسیې او قزاقستان بازارونو ته صادر کړي. نوموړي همدارنګه د روسیې او قزاقستان څخه د نفتي توکو، غلو دانو، نباتي غوړیو، خوراکي موادو، صنعتي ماشین‌الاتو، ساختماني تجهیزاتو، فولادو، کیمیاوي سرې، ټکنالوجۍ او خامو موادو د واردولو په برخه کې د افغانستان لېوالتیا څرګنده کړه.
هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د روسیې، داغستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ دې د همکاريو هوکړه لیکونه لاسلیک شي، څو د مالوماتو د تبادلې، روزنې، د پانګونې د فرصتونو د معرفۍ او د سوداګریزو پلاوو د تبادلې همکاري په منظم ډول دوام ومومي.
ورپسې د روسیې د داغستان د صادراتو رئیس ښاغلي ارسین غمزه توف او نورو روسي سوداګرو او پانګوالو وویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس څرګندونو او مالوماتو په افغانستان کې د پانګونې لپاره د دوی لېوالتیا لا زیاته کړې ده.
ولادمیر علیکسیویچ د پلاوي په استازیتوب وویل، چې له سلو ډېرو روسي سوداګرو او پانګوالو افغانستان ته د سفر لېوالتیا ښودلې، څو له افغان سوداګرو او پانګوالو سره د لویو سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې دوی د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د افغانستان وضعیت ارزولی او د جګړو او بحرانونو وروسته یې د افغانستان اقتصادي او بنسټیز پرمختګونه د روسیې د پانګوالو لپاره ډېر په زړه پورې دي. د هغه په خبره، دوی غواړي له دغو تجربو څخه په خپلو جګړه‌ځپلو سیمو کې هم ګټه واخلي.
په دې لیدنې کې د افغانستان، روسیې فدراسیون او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره دواړو لورو قوي هوډ څرګند کړ. د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره دغه ډول نړیوالې همکارۍ کولای شي د افغانستان په دوامدار اقتصادي پرمختګ او ودې کې مهمه ونډه ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د یوه پلاوي په مشرۍ، چې د مدیره پلاوي غړی ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي، د هېواد ملی سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي او یو شمېر مخکښ اقتصادي فعالان هم ورسره مل وو، د چین د شینګداو ښار د تولیدي ماشین‌الاتو په ۲۳م نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
 
د پانګونې مرستیال د نندارتون د بېلابېلو غرفو د لیدنې پر مهال، د عصري ټکنالوجۍ له تولیدوونکو او عرضه کوونکو سره خبرې وکړې او د افغانستان د تولیدي بنسټونو د عصري کولو په موخه یې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي عظیمي د نندارتون د پرانېستې په مراسمو پرمهال په خپلې وینا کې د چینایي چارواکو د مېلمه‌پالنې مننه وکړه او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د دوامدارې پراختیا لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي د افغانستان د نوي اقتصادي لیدلوري په اړه وویل، چې افغانستان اوس له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل نوي پړاو ته داخل شوی دی. هغه د افغانستان سټراټیژیک جغرافيوي موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د نښلوونکې څلورلارې حیثیت لري، چې د سویلي، مرکزي او ختیځې اسیا مهم بازارونه سره نښلوي او دا ځانګړی موقعیت د ټرانزیټ، سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره بې‌ساري فرصتونه رامنځته کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال زیاته کړه، چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا د دوامدار ثبات، هوساینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهم شرط دی. هغه ټینګار وکړ، چې د خصوصي سکټور مسؤلیت یوازې په سوداګریزو راکړو ورکړو پورې محدود نه دی، بلکې د ارزښتونو په رامنځته کولو، د نوښتونو په ملاتړ او د ګډې سولې او اقتصادي ودې پر بنسټ د راتلونکي په جوړولو کې هم مهم رول لري.
د خپلو خبرو په پای کې ښاغلي عظیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې بشپړ چمتووالی څرګند کړ، چې د نړیوالو شرکتونو فعالیتونه اسانه کړي. نوموړي وویل، چې خونه به د باوري سوداګریزو شریکانو په پېژندنه، د سوداګرو ترمنځ د تخصصي (B2B) غونډو په جوړولو او د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د پانګونې د غوره فرصتونو په معرفي کولو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
پنج‌شنبه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
 

يک‌شنبه، د چنگاښ ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي په ملتیا چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا (CCPIT) له مرستیال ښاغلي فان باوکای او د یادې شورا له مشرتابه غړو سره وليدل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، سوداګریزو همکاريو پر زياتولو او د پانګونې پر موجوده فرصتونو بحثونه وشول. ښاغلي عظیمي د چینایي پانګوالو د هڅولو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو په ځانګړې توګه د تولیدي او صنعتي سکټورونو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.
ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د چین نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا د مېلمه‌پالنې مننه وکړه او چین یې د نړۍ له سترو صنعتي هېوادونو څخه وباله. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته اسانتیاوو او فرصتونو په اړه هم مالومات وړاندې کړل.
د چین نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا مرستیال ښاغلي فان باوکای د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان یې د چین پخوانی او نږدې دوست وباله. هغه د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې وستایلې.
ښاغلي باوکای ژمنه وکړه، چې چینایي سوداګر به په افغانستان کې ګډو پانګونو ته وهڅوي او ډاډ یې ورکړ، چې د چین نړیوالې سوداګرۍ پراختیا شورا به د مسلکي او تخنیکي پوهې د لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
دغه لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو د قوي هوډ څرګندونه کوي او کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمه ونډه ولري.

مقالات دیگر...