د تهران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مشرتابه سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي لیدنه.

شنبه، د زمري ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل د مل پلاوي په مشرۍ د تهران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له عمومي منشي ښاغلي فریدون وردي‌نژاد سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي، الحاج ذبیح‌الله صمیم، الحاج حمیدالله حبیبي او الحاج محمد خالد مجید او همدارنګه د تهران خونې د چارو مرستیال ښاغلي حسام‌الدین عباس حلاج او د تهران خونې د ساختماني کمېسیون رئیس ښاغلي ایرج رهبر ګډون کړی و.
په پیل کې محترم فریدون وردي‌نژاد د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د تهران خونې د فعالیتونو او ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي د تهران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونه د ایران له پخوانیو سوداګریزو خونو وبلله، چې له ۱۴۰ کلونو څخه زیاته کاري سابقه لري او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د خونې چمتووالی څرګند کړ.
ورپسې ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو، جوړښت، پروګرامونو او د خونې مشرتابه د لیدلورو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پیاوړې ارادې سره چمتوو ده، چې له اسلامي جمهوریت ایران او په ځانګړي ډول د تهران له خصوصي سکټور سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې او پیاوړې کړي. نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر وړاندې شته فرصتونو او ستونزو ته اشاره وکړه.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د تهران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک پر لاسلیک هوکړه وکړه. ټاکل شوې دغه هوکړه لیک کابل ته د ایران د سوداګریز پلاوي د سفر او د امام ابوحنیفه (رح) پنځم نندارتون او سوداګریز فورم په ترڅ کې لاسلیک شي.
همدارنګه دواړو لورو د هوکړو او د ګډې علاقې وړ موضوعاتو د تعقیب لپاره د یوه ګډ کاري ګروپ پر جوړولو، په ایران کې د افغان سوداګرو د ټولنې او په افغانستان کې د ایراني سوداګرو د ټولنې پر جوړولو هوکړه وکړه. ټاکل شوې، چې د دغو ټولنو دفترونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو په مرکزي دفترونو کې جوړ شي او د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه به فعالیت وکړي.
دا لیدنه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو ترمنځ د بنسټیزو اړیکو د پیاوړتیا، د خصوصي سکټور د همکاریو پراختیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.