د افغانستان او د ایران خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریزه ناسته.

شنبه، د زمري ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریزه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مسؤلینو او د دواړو هېوادونو یو شمېر اقتصادي فعالانو په ګډون د ايران د خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال ښاغلي قدیر قیافه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پراختیا او د توکو له سوداګرۍ څخه ګډو پانګونو ته د تګ پر اړتیا يې ټینګار وکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه شاوخوا ۳ مېلیارد ډالر وبلله او زیاته یې کړه، چې د راتلونکې لپاره له درې تر پنځه کلنې سټراټېجۍ سره دغه کچه لږ تر لږه دوه برابره کېدای شي.
ښاغلي قیافه د کانونو، صنعت، زیربناوو او تخنیکي او انجنیري خدمتونو په برخو کې شته ظرفیتونو ته په اشارې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو کاري ډلو پر جوړولو ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، کانونو، صنعتي او زیربنايي همکاریو لپاره دې پنځه کلنه او يا هم لس کلنه نقشه جوړه شي. نوموړي ګډه پانګونه او د دواړو هېوادونو له متقابلو ظرفیتونو څخه ګټه اخېستنه د اقتصادي اړیکو د دوامدارې پراختیا لپاره له غوره لارو څخه وبلله.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل د ایران خونې او د ایران ـ افغانستان ګډې خونې له کوربه‌توب څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریز پلاوي لومړنی رسمي سفر دی، چې په داسې شرایطو کې ترسره کېږي، چې د سیمې اقتصادي تحوولات د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان او ایران باید له دودیزې سوداګرۍ څخه د ګډې پانګونې، ګډ تولید، د ټکنالوجۍ د لېږد او د ګډو ارزښتونو د ځنځیري پيوستون رامنځته کولو پر لور حرکت وکړي. د نوموړي په خبره، کانونه، انرجي، زیربناوې، ټرانسپورټ، لوجسټیک، تخنیکي او انجنیري خدمتونه او د خوراکي توکو صنعت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له مهمو برخو څخه دي.
ښاغلي سلیمانخېل د کانونو په برخه کې د کارموندنې، استخراج، د کاني موادو په برخه کې د تخنیکي پوهې او ټکنالوجۍ د لېږد په اړه د همکارۍ وړاندیز وکړ او په افغانستان کې یې دننه د ارزښت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د کانونو او صنعتي ارزښت ځنځیر په ځانګړي ډول د اوسپنې او پولادو په برخه کې نښلون د تولید د پراختیا او د سیمې بازارونو ته د ګډ لاسرسي لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي د افغانستان د دوامدارې انرجۍ اړتیا ته په اشارې د افغانستان د سکرو له زیرمو څخه ګټه اخېستنه او د برېښنا کوټونو په جوړولو کې له ایراني شرکتونو سره همکاري او د تخنیکي پوهې لېږد د همکاریو له مهمو فرصتونو څخه وبلل. همدارنګه د ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، د تیر سیسټم له اغېزناکې ګټې اخېستنې، د ټرانزیټي محمولو د تېرېدو پر اسانتیا او د تکراري تلاشیو پر مخنیوي يې هم ټینګار وکړ.
ښاغلي سلیمانخېل د چابهار بندر او د ایران د ټرانزیټي لارو ارزښت ته په اشارې وویل، چې دغه لاري باید یوازې د توکو د تېرېدو له لارو څخه واوړي او په واقعي اقتصادي دهلیزونو بدل شي چې لوجسټیکي، ګودامونه او نور اړین خدمات ولري. نوموړي همدارنګه له ایراني پانګوالو او شرکتونو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د کانونو، لوجسټیک، تخنیکي او انجنیري خدمتونو، انرجۍ او خوراکي صنایعو په برخو کې اوږدمهاله پانګونه وکړي.
د عملي پایلو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال د ګډې کمېټې او کاري ډلې د جوړولو، د لومړیتوب لرونکو برخو په ټاکلو سره د عملي نقشې د ترتیبول، په منظمه توګه د سوداګریزو ناستو د ترسره کولو او د ګډ معلوماتي بانک د جوړولو وړاندیز وکړ. نوموړي همدارنګه د تیر کنوانسیون، د سوداګرۍ مدیریت او د تخنیکي پوهې د لېږد په برخو کې د ګډو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
سليمانخېل همدارنګه د ایران د خونې مشرتابه، سوداګر او پانګوال د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون او سوداګریز فورم ته، چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي، ګډون کولو ته وبلل.
د ناستې په دوام په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګریزو چارو اتشه ښاغلي معین خوافي د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۰ میلیارد ډالرو ته د کلني سوداګرۍ د حجم رسولو هدف ته په اشارې ټینګار وکړ، چې شته ظرفیتونه، د ایران له لارې سمندري اوبو ته د افغانستان لاسرسی او د رېل پټلۍ دهلیزونو پراختیا کولای شي، د دغه هدف د پلي کولو زمینه برابره کړي. نوموړي همدارنګه د سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د اغېزناک میکانېزم پر جوړولو ټینګار وکړ.
ورپسې د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي د انرجۍ، ودانیزو چارو، ټرانسپورټ، کانونو او زیربناوو په برخو کې د پانګونې رامنځته شوو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ایراني شرکتونو یې په افغانستان کې پانګونې او ګډ تولید ته راوبلل.
وروسته ښاغلي الحاج ذبیح‌الله صمیم د معلوماتي ټکنالوجۍ، مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتو او د خدماتو ډیجیټلي کولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دغو برخو کې یې د ایراني شرکتونو د حضور او همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي الحاج محمد خالد مجید د افغانستان د اوسپنې، نفتو او کانونو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې، د معدني سرچینو د موندنې، استخراج او پروسس په برخو کې د ایراني شرکتونو د پانګونې غوښتنه وکړه.
په پای کې د ایران ـ افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې رئیس ښاغلي الحاج محمود سیادت د افغانستان د بازار پراخو ظرفیتونو او په افغانستان کې د ایران اقتصادي حضور پراختیا لپاره د شته فرصتونو د ګټې اخېستنې پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د پولو د مدیریت ښه‌والي، د تخنیکي او انجنیري خدمتونو د پراختيا، د صادراتو ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو لرې کولو لپاره د اړین میکانېزم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه، د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج کمال‌الدین توحید په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ایراني شرکتونو څخه یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د زیربناوو، کانونو، ټرانسپورټ، د خوراکي توکو صنعت، معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ډیجیټلي تحوول په برخو کې د همکاریو د پراختیا موضوعات وڅېړل شول. یو شمېر ایراني مسؤلینو او اقتصادي فعالانو هم د افغانستان له خصوصي سکټور سره د همکاریو پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
په پای کې د افغانستان او ایران د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ B2B ناسته هم ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د شرکتونو ترمنځ په ځانګړي ډول د ودانیز سکټور په برخه کې د پام وړ هوکړې وشوې.