د غالیو پلورونکو اتحادیې له مرستیال سره د غالیو صنعت د پراختیا په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه خبرې وکړې.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي، د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج نجابت حیدري د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې د افغانستان د غالیو پلورونکو اتحادیې له مرستیال ښاغلي غلام قادر سخي‌زاده سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د غالیو د صادراتو پر وړاندې د شته ننګونو او د هغو د حل لارو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خونې رئیس د افغانستان د ملي غالیو د صنعت د اوبدونکو او تولیدوونکو د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د غالیو پلورونکي او سوداګر کولای شي د بازارموندنې له نویو لارو چارو، د ملي او نړیوالو نندارتونونو له جوړولو او د نړیوالې بازارموندنې د پیاوړتیا له لارې د افغانستان د غالیو صادرات زیات کړي او د غالیو د تولید په وده کې مهم رول ولوبوي، څو د صادراتو د پراختیا ترڅنګ د غالیو اوبدونکي او تولیدوونکي له مادي او معنوي پلوه هم ملاتړ ترلاسه کړي.

همدارنګه د افغان ـ اوزبېک په سوداګریز فورم کې د غالیو پلورونکو اتحادیې د فعال او اغېزناک ګډون ستاینه وشوه. د دغې اتحادیې هدفمند ګډون د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وبلل شو. دغه ګډون نه یوازې د افغانستان د غالیو صنعت د ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت و، بلکې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د نویو سوداګریزو همکاریو د رامنځته کېدو لپاره یې هم مناسبه زمینه برابره کړه.

د غونډې په پای کې د غالیو پلورونکو اتحادیې مرستیال ښاغلي غلام قادر سخي‌زاده د خونې د رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي او د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د ارزښتناکو ویناوو، ملاتړ او د غالیو د صادراتو په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو له امله مننه وکړه او د هغوی د هڅو ستاینه یې وکړه.