د ازبکستان په سیر دریا ولایت کې د افغانستان-ازبکستان د خصوصي سکټور سوداګریز فورم ترسره شو.

پنجشنبه، د زمري لومړۍ, ۱۴۰۵
 
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ سوداګریز فورم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغانستان څه باندې ۱۰۰ سوداګرو او پانګوالو او د ازبکستان د سلګونو مخکښو سوداګرو او پانګوالو په ګډون، د ازبکستان په سیر دریا ولایت کې ترسره شو.
دغه فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو او د افغانستان او ازبکستان د ولایتونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه جوړ شوی و. یاد فورم په رسمي ډول د سیر دریا والي ښاغلي ایرکین جان توردیموف او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي له خوا پرانېستل شو.
د پروګرام په پیل کې د سیر دریا والي ښاغلي ایرکین جان توردیموف افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دې پلاوي موجوديت یې، چې په لومړي ځل یې سیر دریا ته سفر کړی و ارزښتناک او مهم وباله. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او د سوداګریزو همکاریو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان او ازبکستان اقتصادي اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې او په دواړو هېوادونو کې بریالۍ پانګونې شوي.
هغه د ګډو پانګونو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو له سټراټیژیک موقعیت څخه د نویو ټرانزیټي دهلېزونو د رامنځته کولو لپاره د ګټې اخیستنې او د افغانستان او ازبکستان حکومتونو له خوا د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپله وینا کې د ازبکستان د دولت او خلکو د تود هرکلي او مېلمه پالنې مننه وکړه او په فورم کې يې د افغان سوداګرو پراخ ګډون د هېواد خصوصي سکټور د جدي هوډ څرګندوی وباله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان پر وړاندې د ازبکستان د رغنده او ملاتړي سیاست او همدارنګه له خصوصي سکټور د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ مننه وکړه.
نوموړي د کرنې، کانونو، صنعت او ټرانزیټ په برخو کې د افغانستان پراخو ظرفیتونو ته اشاره وکړه او د ازبکستان پانګوال یې وهڅول، چې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې په ګډو پروژو کې پانګونه وکړي.
د خپلې وینا په يوه بله برخه کې ښاغلي هاشمي د هلمند ولایت په شاوخوا ۵۰ زره هکټاره ځمکه کې د پنبې د کر، پروسس او نساجۍ صنعت په برخه کې د لویو ګډو پروژو د پلي کېدو وړاندیز هم وکړ او له سیر دریا ولایت او ازبکستاني شرکتونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د ټکنالوجۍ، ماشین‌الاتو او تخنیکي تجربو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.
هغه د افغانستان د صادراتو پر پراختیا، د ټرانزیټي او ګمرکي خنډونو پر لرې کولو، د بانکي اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا، د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډې کمېټې پر جوړولو او د سوداګریزو غونډو پر دوام ټینګار وکړ.
د خونې عمومي رئیس ازبکستاني سوداګر او شرکتونه وهڅول، چې په کابل کې د امام ابوحنیفه په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او په افغانستان کې له پانگونې برخې فرصتونو او اقتصادي همکاریو څخه ګټه واخلي.
په پای کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د بېلابېلو اقتصادي برخو په اړه سوداګریزې (B2B) غونډې ترسره شوې، چې ګډونوالو پکې د سوداګریزو فرصتونو، ګډو پانګونو او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه د نظر تبادله وکړه.
همدارنګه د افغانستان سوداګریز پلاوي د ازبکستاني شرکتونو د تولیداتو او محصولاتو د هغه نندارتون لیدنه هم وکړه، چې د همدې فورم په څنډه کې جوړ شوی و او د سیر دریا ولایت له تولیدي او صادراتي وړتیاوو او ظرفیتونو سره له نږدې بلد شول.