د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي د څلورم پړاو شپږمه نوبتي ناسته ترسره شوه.

یکشنبه، د زمري څلورمه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د درانه مديره پلاوي شپږمه ناسته د خونې عمومي رئيس ښاغلي الحاج سيد کريم هاشمي په مشرۍ او د مرستيالانو، د دارالانشاء رئيس او د مديره پلاوي د اکثريت غړو په موجودیت کې د خونې د عمومي رياست په دفتر کې ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې ښاغلي هاشمي د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاينه وکړه، چې د شته ننګونو په ځانګړي ډول له يو شمېر ګاونډيو هېوادونو سره د ستونزو او د فارس خليج د جګړې له منفي اغېزو سره سره يې په کورنيو بازارونو کې د لومړنيو توکو د کمښت مخه نيولې ده.
نوموړي همدارنګه د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو سفرونو او غونډو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه، چې په پايله کې يې د څه باندې ۴ ميليارد ډالرو په ارزښت سوداګريز هوکړه لیکونه لاسليک شول او له سوداګرو يې وغوښتل، چې د خلکو د اړتياوو پوره کولو ته لا زياته پاملرنه وکړي. وروسته د دارالانشاء رئيس ښاغلي الحاج ذبيح‌الله عمرخېل د مديره پلاوي د څلورم پړاو د شپږمې نوبتي غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه.
د خونې د سټراټيژيکو اړيکو مرستيال ښاغلي مجيب‌الرحمن شېرزاد د خونې د اوسني وضعيت د هر اړخيزې ارزونې پايلې وړاندې کړې او د چارو د لا ښه‌والي لپاره يې رغنده طرحې او وړانديزونه وکړل.
همدارنګه د خونې د عامل پلاوي د شپږو مياشتو کاري راپور د خونې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستيال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زين‌الله حسني له لوري غونډې ته وړاندې شو.
د درنې اجرائيه کمېټې د شپږمې، اوومې او اتمې غونډې د پرېکړو له بحث او تصويب وروسته لاندې موضوعات وڅېړل شول: د نورستان ولايت له سېلاب‌ځپلو سره مرسته، په خونه کې د ټولو وارداتي تړونونو ثبت، د بې‌کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوي لپاره د ټاکل شوي پلاوي په کمېټه کې د خونې غړيتوب، له اساسنامې سره سم د درانه مديره پلاوي د غړيتوب د حق‌العضويت لپاره د سل زره افغانيو سپارل، د خونې د مالي بنسټ د پياوړتيا په موخه د اړوندو تدبيرونو ارزونه او د اجنډا نور موضوعات او د مديره پلاوي او د عامل پلاوي د رياست وړانديزونه.
په پای کې د يادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې هم وشوې.