په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

جمعه، د زمري دویمه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د ازبکستان له سفیر ښاغلي اویبیک عثمانوف سره د خونې عمومي ریاست په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي او د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد هم ګډون درلود، دواړو لورو افغانستان ته د ازبکستان لوړپوړي پلاوي د راتلونکي سفر په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې دغه پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ او د تاشکند ښار او فرغانې ولایت د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او پانګوالو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه افغانستان ته راشي.
ښاغلي عثمانوف د ازبکستان د حکومتي پلاوي دغه سفر، چې د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور په بلنه ترسره کېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره یو بې‌ساری فرصت وباله. نوموړي همدارنګه په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه د اغېزناکو همکاریو مننه هم وکړه.
ښاغلي هاشمي په دې لیدنه کې د تېر یو کال د سوداګریزو سفرونو او ګډو غونډو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او هغه یې د سوداګریزو اړیکو او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره ډېرې اغېزناکې وبللې. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چمتوو ده، څو په کابل کې د روان کال د زمري میاشتې په څلورمه د جوړېدونکې سوداګریزې(B2B) ناسته په تنظیم او مېلمه‌پالنه کې خپل بشپړ رول ولوبوي.
ښاغلي هاشمي هيله وښوده، چې یاده سوداګریزه(B2B) ناسته به د سترو سوداګریزو تړونونو د لاسلیک او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو د زیاتوالي لامل شي.