د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د «فکر خونې» دویمه ناسته ترسره شوه.

جمعه، د زمري ۱۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د «فکر خونې» دویمه ناسته د «پیاوړی اقتصاد، اباد افغانستان» تر شعار لاندې د یو د پوهنتونونو د استادانو، اقتصادپوهانو، علمي او مسلکي شخصیتونو، د خونې د سلاکارانو او د مشرتابه پلاوي د غړو په ګډون د خونې په عمومي دفتر کې ترسره شوه.
د دې ناستې موخه د هېواد اقتصادي ننګونو ارزونه، له علمي او تخصصي نظریاتو څخه ګټه اخیستل او د کورني تولید د ودې، د پانګونې پراختیا، د صادراتو زیاتوالي، د کارموندنې او د افغانستان اقتصادي ځان‌بساینې لپاره د عملي لارو چارو برابرول و.
د ناستې په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ د پوهنتونونو استادانو، اقتصادپوهانو او متخصصینو د مسؤلانه ګډون له امله مننه وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان تر بل هر وخت زیات، علمي افکارو، عملي حل‌لارو او د حکومت، خصوصي سکټور او علمي ټولنې ترمنځ رښتینې همکارۍ ته اړتیا لري.
د خونې عمومي رئیس وویل، چې یوازې د طبیعي سرچینو لرل د اقتصادي ودې او هوساینې تضمین نشي کولای، بلکې سالم مدیریت، کره پلان جوړونه او له ملي ظرفیتونو اغېزناکه ګټه اخیستنه د هېواد د دوامدار پرمختګ اساسي عوامل دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې د فکر خونې د غونډو موخه یوازې د نظرونو تبادله نه ده، بلکې هڅه کېږي، چې د هېواد د علمي او فکري کادرونو د پوهې، تجربې او تخصص پر بنسټ یو هر اړخیز اقتصادي سټراټیژیک سند ترتیب او د اسلامي امارت مشرتابه ته د ملي وړاندیز په توګه وړاندې شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې وړاندې کېدونکې طرحې او وړاندیزونه باید عملي، د پلي کېدو وړ او د افغانستان له ریښتینې شرایطو سره سمون ولري، څو د بې‌وزلۍ په کمولو، د کارموندنې په رامنځته کولو، د پانګونې په پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، د صادراتو په پراختیا او د اقتصادي تړلتیا په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د افغانستان پراخو اقتصادي ظرفیتونو، لکه طبیعي سرچینو او کانونو، حاصل‌خېزو ځمکو، مناسب ټرانزیټي موقعیت، ځوان بشري ځواک او د پانګونې فرصتونو ته په اشارې وویل، چې د حکومت او خصوصي سکټور د ګډې همکارۍ او منظمې برنامې له لارې د دغو ظرفیتونو اغېزناکه ګټه اخېستنه کولای شي د «پیاوړی اقتصاد، اباد افغانستان» شعار عملي کړي.
هغه له استادانو، اقتصادپوهانو او متخصصینو وغوښتل، چې په ملي احساس او مسؤلیت‌پالنې سره خپلې عملي او علمي طرحې او نظریات وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې ټول وړاندیزونه به په منظم ډول راټول، په یوه هر اړخیز تخصصي سند کې به تنظیم او د اسلامي امارت اړوندو مسؤلینو ته به وسپارل شي.
ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار ښاغلي ډاکټر احمد خسرو ضیا د فکر خونې جوړښت او موخې تشریح کړې او د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ او د علمي او تخصصي فعالیتونو د بنسټیز کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه د خونې سلاکار ښاغلي اذرخش حافظي د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د ګډو لومړیتوبونو او حل‌لارو د ټاکلو لپاره د همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له استادانو او متخصصینو یې وغوښتل، چې خپلې علمي او تخصصي طرحې په لیکلي ډول وړاندې کړي.
په ناسته کې ګډونوالو استادانو، اقتصادپوهانو او متخصصینو هم د هېواد د اقتصادي ننګونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د اقتصادي پروګرامونو په جوړولو کې یې د علمي او تخصصي همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
ګډونوالو د پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو له علمي ظرفیتونو څخه پر ګټنې او د علمي ټولنې، خصوصي سکټور او اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې د ګډونوالو له علمي ونډې څخه مننه وشوه او د فکر خونې د غونډو پر دوام، د تخصصي وړاندیزونو پر ترتیب او د هغو د پایلو پر تعقیب ټینګار وشو.
د دغې ناستې ترسره کېدل د علمي شخصیتونو، اقتصادي فعالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د «پیاوړي اقتصاد، اباد افغانستان» د هدف د ترسره کېدو لپاره د اغېزناکو اقتصادي حل‌لارو د تیارولو په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.