د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو د «سرفراز زرګرۍ» د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

سې‌شنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۵
 
د «سرفراز زرګرۍ» د سرو زرو د ګاڼو او اړوندو توکو د پلور مرکز د کابل په ګلبهار سنټر؛ د زرګريو په مارکېټ کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو. په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي او د سټراټېژیکو اړيکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي هېواد باز هم ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د خصوصي سکټور د نورو خونو د رهبرۍ استازو، د زرګرانو اتحادیې، د صرافانو اتحادیې او د هېواد د خصوصي سکټور یو شمېر فعالانو او استازو هم ګډون کړی و.
د خونې د سټراټېژیکو چارو مرستیال د سرو زرو او ګاڼو په سکتور کې د سرفراز د شرکتونو ګروپ د پانګونې هرکلی وکړ او دغه اقدام یې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، په هېواد کې د سرو زرو د پروسس او ګاڼو د تولید پراختیا او له بهره د سرو زرو پر وارداتو د اتکا کمولو په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
ښاغلي شېرزاد د هېواد شته اقتصادي او معدني ظرفیتونو په ځانګړي ډول د سرو زرو زیرمو ته په اشارې وویل، چې د زرګرۍ او ګاڼو سکټور د هېواد له مهمو اقتصادي او سوداګریزو برخو څخه دی، چې زرګونو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې او هر کال د پام وړ سوداګریز فعالیت لري.
نوموړي همدارنګه د «سرفراز زرګرۍ» له لوري په راتلونکي کې په هېواد دننه د سرو زرو د پروسس او ګاڼو د تولید پلانونه یو نېک او اغېزناک ګام وباله، چې د ارزښت زیاتولو، د کورنیو صنایعو د پراختیا او په دې سکټور کې د تولیدي ځنځیر د پیاوړتیا لپاره مهم رول لوبولی شي.
د خونې مرستیال د «سرفراز» شرکتونو مالکینو او مسؤلینو، د زرګرانو اتحادیې او د هېواد ټولو خصوصي سکټور فعالانو ته د دې پانګونې او مرکز د پرانیستې مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی او د خصوصي سکټور د فعالیتونو ملاتړ، اسانتیا او پراختیا په موخه په ټولو برخو کې د همکارۍ او خدمت لپاره چمتوو ده.
په پای کې د «سرفراز زرګرۍ» مسؤلینو او کارکوونکو ته د سوداګرۍ او پانګونې فعالیتونو د لا پراختیا په برخه کې د لا زیاتو بریاوو او پرمختګونو هیله وشوه.