د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو د تازه مېوو له سوداګرو او صادرونکو سره وکتل

سې‌شنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۵
 
د تازه مېوو یو شمېر سوداګرو، صادرونکو او د مېوو‌ پلورونکو اتحادیې غړو د کابل د تازه مېوو په مارکېټ کې د شته ستونزو مطرح کولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو مرستیال ښاغلي عنایت‌الله صدیق‌زي او د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې سوداګرو په ځانګړې توګه د تهیه مسکن د تازه مېوو په مارکېټ کې د دوکانونو د کرایو او د تازه مېوو د دوکانونو مهرلاک په برخو کې خپلې ستونزې او اندېښنې د خونې له مشرتابه سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل او تعقیب په برخه کې یې د خونې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خونې مرستیالانو د سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور د فعالانو ملاتړ او د اړوند ادارو له لارې د هغوی د ستونزو حل په برخه کې خپلې هڅې کوي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې خونه به د شته ستونزو د حل او د تازه مېوو سوداګرو لپاره د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو په موخه له اړوندو ادارو سره لازمې همغږۍ او همکارۍ وکړي.
په پای کې د تازه مېوو د سوداګرو د ستونزو حل، د هغوی د فعالیتونو ملاتړ او د دې سکټور د سوداګرۍ پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د تازه مېوو د سکټور فعالانو ترمنځ پر دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.