د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غالیو او لاسي صنایعو تخصصي کمېټه تاسیس او غړي یې معرفي شول.

سې‌شنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۴۰۵
 
د بېلابېلو سکټورونو د تخصصي کمېټو د رامنځته کېدو او فعالیتونو پر دوام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غالیو او لاسي صنایعو تخصصي کمېټه د یوې ناستې په ترڅ کې د خونې په مرکزي دفتر کې تاسيس او د رئیس په شمول يې ټول غړي معرفي شول.
دغه ناسته د خونې د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي او د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد په مشرۍ د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د رئیس او غړو او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
د خونې مرستیالانو د افغانستان د غالیو صنعت مهم اقتصادي او صادراتي موقعیت ته په اشارې د کمېټې له رئیس او غړو څخه وغوښتل، چې پر تولید، اوبدلو، بازارموندنې، د صادراتو پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې عملي پروګرامونه او اغېزناکې لارې چارې پلې کړي. هغوی همدارنګه د غالیو صنعتکارانو، تولیدوونکو او صادروونکو ترمنځ پر لا زیات انسجام، همغږۍ او د منظمو ناستو او ساحوي فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د غالیو او لاسي صنایعو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي غلام‌ سخي ترکمن د خونې د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د کمېټې غړو او د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې په همکارۍ به د تولید او اوبدلو د پیاوړتیا، د صادراتو زیاتوالي، په نړیواله کچه د بازارموندنې پراختیا او د دې سکټور د ستونزو حل په موخه به دوامداره هڅې وکړي.
په پای کې د کمېټې عملي فعالیتونو پر پیل او د خونې، د غالیو صنعت د فعالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وشو.