د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په کابل کې د ترکمنستان سفیر سره وکتل

چهارشنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوض‌اوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا، د خصوصي سکټورنو ترمنځ د همکاریو اسانولو او د ګډو اقتصادي ظرفیتونو د اغېزناکې کارونې په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د دوامداره بهیر له امله خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ته په ترکمنستان کې په دوو مهمو اقتصادي ناستو او پروګرامونو کې د ګډون بلنه ورکړه. له دغو پروګرامونو څخه یو يې هم د ترکمنستان د پانګونې فورم دی، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې جوړ شي.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ترکمنستان د سفیر حضور له امله خوښي څرګنده کړه او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو هرکلی وکړ.
نوموړي افغانستان او ترکمنستان دوه ګاونډي او دوست هېوادونه وبلل چې د تاریخ، کلتور او سوداګرۍ په برخو کې د ژورو اړیکو ګډه مخينه لري.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان په اړه د ترکمنستان د رهبرۍ بې‌طرفانه سیاست او دوستانه چلند ستاینه وکړه او له افغانستان سره يې د ترکمنستان دوامدارې همکارۍ، په ځانګړي ډول د انرژۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او زیربنایي پروژو تطبيق په برخو کې مهمې او ارزښتناکې وبللې.
نوموړي وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو دوام کولای شي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې زیاتوالي، د ترانزیټي لارو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو لپاره د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د اقتصادي چارو لپاره د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخوند او د ترکمنستان د رهبرۍ ترمنځ وروستۍ لیدنې ته په اشارې سره دغه لیدنه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د دواړو لورو د ارادې او لېوالتیا څرګندوی وبلله.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان خصوصي سکټور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د هر ډول عملي ګام هرکلی کوي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چمتوو ده، چې د خپلو صلاحیتونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو، تعامل او همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همداراز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي مسیرونو د پرانیستي او عادي فعالیت یادونه وکړه. نوموړي وویل، چې د هرات د تورغونډۍ بندر او د فاریاب د آقینې بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو دي او د دغو مسیرونو په وسيله د سوداګریزو وسایطو د تګ راتګ او فعالیت دوام د سوداګرۍ د پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د دې لیدنې په بله برخه کې ښاغلي هاشمي د امام ابوحنیفه (رح) د ستر نندارتون د پيلېدو اهمیت ته په اشارې سره د دغه نندارتون په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې دغه نندارتون به د روان کال د میزان په ۱۵مه نېټه د پنځم ځل لپاره پيل شي او کولای شي د افغانستان د تولیدي او سوداګریزو ظرفیتونو د معرفي کولو او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو لپاره مهم فرصت برابر کړي.
د خونې عمومي رئیس د ترکمنستان له چارواکو، سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې له ګډون سره له یوې خوا د ترکمنستان تولیدات او سوداګریز ظرفیتونه معرفي کړي او له بلې خوا د افغانستان له تولیداتو او محصولاتو سره بلد شي او د نندارتون په څنډه کې په جوړېدونکو B2B ناستو کې هم ګډون وکړي.
محترم هاشمي د خبرو پر دوام ږ د انرژۍ، کرنې، صنعت، کانونو، ټرانسپورټ، لوجيسټیک او نورو اقتصادي برخو کې په افغانستان کې د پانګونې موجوده اقتصادي ظرفيتونه مهم وبلل او د دغو ظرفیتونو د پېژندنې او اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو او پانګوالو د تګ راتګ زیاتوالی اړین وباله
.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو ناستو ترسره کول، د ګډې پانګونې لپاره د فرصتونو رامنځته کول او د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتول کولای شي د موجودو اقتصادي ظرفیتونو په عملي پروژو او واقعي همکاریو د بدلولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د افغانستان د جغرافیوي موقعیت او نورو اقتصادي ظرفیتونو په اړه هم خبرې وکړې، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا د نښلولو په برخه کې یې لري او له دې موقعیت څخه د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره پر رامنځته کېدونکو فرصتونو بحث وشو.
همداراز د لویو سیمه‌ییزو او زیربنایي پروژو، په ځانګړي ډول د TAPI پروژې او د سیمې هېوادونو ترمنځ په انرژۍ او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو پیاوړتیا لپاره د دغسې پروژو د تطبیق پر رول خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د ترکمنستان سفارت او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اړیکو او تعاملاتو پر دوام ټینګار وشو، څو د اقتصادي همکاریو پراختیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ زیاتوالي او د پانګونې له ګډو فرصتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره لا مناسب شرایط برابر شي.