په کابل کې د روسیې فدراسيون له سفير سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه

چهارشنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبکستان جمهوریت د خپلواکۍ ۳۵مې کلیزې د نمانځنې مراسمو په څنډه کې په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي ديميتري ژيرنوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د روسیې فدراسیون سفارت له لوري د همکاریو شوو هڅو مننه وکړه او د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ګډو پانګونو د هڅونې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي د روسیې له سفیر څخه وغوښتل، چې د افغانستان په لویو او له اقتصادي پلوه په پام وړ سکټورونو کې د روسي سوداګرو او پانګه‌والو د پانګونې فرصتونو د ارزونې او هڅونې لپاره لازمې هڅې وکړي. نوموړي همدارنګه د روسیې له سفیر څخه وغوښتل، چې روسي سوداګر او شرکتونه د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه چې د اکټوبر له ۷مې سره سمون خوري، داييرېږي؛ ګډون ته وهڅوي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه مسکو ته د افغانستان سوداګریز پلاوي د رسمي سفر پر اهمیت ټینګار وکړ او د روسیې فدراسیون له سفارت یې وغوښتل، چې د دغه سفر د تنظیم او اسانتیاوو په برخه کې همکاري وکړي، څو د افغانستان سوداګریز پلاوی د روسیې له خصوصي سکټور، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنايعو خونې او اړوندو بنسټونو له استازو سره دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې او لیدنې وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر په راتلونکي کې مياشت کې د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون د داييرېدو هرکلی وکړ او په دغه نندارتون کې يې د ګډون لپاره د روسي سوداګرو او شرکتونو هڅونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي همدارنګه روسیې ته د افغانستان سوداګریز پلاوي د سفر تنظیم او همغږۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي ناستو برابرولو په برخه کې هم د سفارت بشپړې همکارۍ او چمتووالي ډاډ بيان کړ.
د روسیې فدراسیون سفیر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو د فرصتونو پر پېژندنې او له شته ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې، د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رول د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو او د سوداګریزو تعاملاتو په اسانتیا کې مهم او رغنده وباله.
دغه لیدنه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د تعامل پراختیا او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې نویو همکاریو د فرصتونو رامنځته کولو په موخه ترسره شوه.
See less