د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه څخه د وچې مېوې سوداګرو او صادروونکو ملاتړ.

سې‌شنبه، د تلې ۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې رئیس الحاج عبدالقاسم امرخېل د وچې مېوې له ګڼ شمېر سوداګرو او صادرونکو سره یو ځای د خونې له سټراټیژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د مدیره پلاوي غړي او د خونې د ټرانسپورټ تخصصي کمېټې رئیس الحاج ګلمیر امیني سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې رئیس او ګډونوالو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه خپل ملاتړ او باور څرګند کړ او د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي د مشرۍ او مدیریت، د خصوصي سکټور ملاتړ، د سوداګرو ټولنې د ګټو دفاع او د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو پراختیا په برخه کې د نوموړي د هڅو ستاينه وکړه.
هغوی همدارنګه د سوداګرو د ستونزو پر تعقیب د سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې د خونې رول مهم وباله او د اتحادیو، صادرونکو او د خونې د مشرتابه ترمنځ یې د لا دوامدارې همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په مقابل کې د خونې مسؤلینو د سوداګرو ټولنې له ملاتړ او باور څخه په مننې د صادرونکو د ستونزو حل، د صادراتو بهیر د اسانولو او د افغانستان محصولاتو لپاره د بازارونو پراختیا په موخه پر خپلو دوامدارو هڅو ټینګار وکړ.