د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د روسیې د سوداګرۍ شورا له رئیس سره ولیدل.

یک‌شنبه، د تلې ۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي له افغانستان سره د روسیې د سوداګریزې همکارۍ شورا له رئیس ښاغلي دیمیتري انتونوف سره په انلاین لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې فرصتونو او د ټرانزیټي لارو پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان د صادراتي ظرفیتونو او پانګونې د فرصتونو په معرفي کولو سره د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د کرنې، کانونو، انرجۍ، بېخبناوو، نفت او ګازو، صنعت او طبي وسایلو په برخو کې د عملي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دواړو لورو د افغانستان–روسیې د ګډې تخنیکي کمېټې او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې شورا پر جوړېدو بحث وکړ، څو د پانګونې فرصتونه وپېژندل شي، لوجسټیکي او ټرانزیټي ستونزې حل او د ګډو پروژو د پلي کېدو بهیر چټک شي. همدارنګه د بانکي اسانتیاوو رامنځته کول، د سوداګریزو ویزو د ترلاسه کولو اسانتیا او د افغانستان، منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د ټرانزیټي لارو پراختیا د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
ښاغلي انتونوف هم د کرنې، کیمیاوي سرو، ځمکپوهنې او د کانونو پروسس، انرجۍ، د نفتو تصفیې، صنعتي او کرنیزو ماشین‌الاتو، ټرانسپورټي او رېل پټلۍ وسایلو او د افغانستان بېخبنایي پروژو په برخو کې د روسیې له لوري د همکاریو او پانګونې په اړه چمتووالی څرګند کړ.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې يې د روسي سوداګرو او پانګوالو د ګډون په اړه هم خبرې وکړې.
په دې انلاین لیدنه کې د خونې ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي حمیدالله حبیبي او د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم هم ګډون درلود.