د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د نوي غړي معرفي کېدل.

یک‌شنبه، د تلې ۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي نوی غړی ښاغلي الحاج عبدالشکور عظیمي د خونې د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د اقتصادي پراختیا مرستیال ښاغلي الحاج نوراحمد نورعلم له لوري د عامل پلاوي ریاست کارکوونکو ته معرفي شو.
په دې مراسمو کې د چارو لا ښه پرمخ وړلو او د خصوصي سکټور ملاتړ په موخه د مدیره پلاوي او عامل پلاوي ریاست ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
د خونې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي زین‌الله حسني؛ د ښاغلي الحاج عبدالشکور عظیمي هرکلی وکړ او په نوې دنده کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.