د DHL شرکت استازي سره د خونې د مسؤلینو لیدنه.

یک‌شنبه، د تلې ۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبدالشکور عظیمي د DHL نړیوال شرکت له استازي ښاغلي تمیم حامز سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د DHL شرکت د فعالیتونو بیا پیل او د لېږد خدمتونو په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشوې. د خونې مسؤلینو د دغه شرکت د لېوالتیا هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د فعالیتونو د اسانتیا او له یاد شرکت سره د همکاریو لپاره چمتووالی څرګند کړ.