د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د چمتووالي چارو چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

شنبه، د تلې ۴مه، ۱۴۰۵
 
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د دايېرېدو په درشل کې د چمتووالي بهیر د ارزونې، د اجرائیوي او تدارکاتي چارو چټکتیا او د خونې بېلابېلو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
یاده ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د خونې مرستیالانو، د دارالانشاء رئیس، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، امرینو او د اړوندو برخو کارکوونکو په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست په دفتر کې وشوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د نندارتون دايېرولو ځانګړې کمېټې له غړو د کړو هڅو له امله مننه وکړه او د چمتووالي بهیر پر چټکتیا او د سپارل شویو دندو پر دقیق او پر وخت ترسره کولو ټینګار وکړ.
د خونې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د دغه نندارتون بریالیتوب یوازې په امکاناتو او پروګرامونو پورې تړلی نه دی، بلکې تر هر څه وړاندې د خونې د ټولو برخو ترمنځ اتحاد، همغږي، ګډ کار، نظم او ګډ مسئولیت ته اړتیا لري. نوموړي څرګنده کړه، چې مرستیالۍ، ریاستونه او شعبې سره له دې چې بېلابېل مسئولیتونه لري خو ګډه موخه تعقیبوي او د هرې برخې بریالیتوب د ټولې ادارې بریالیتوب ګڼل کېږي.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي متقابل درناوی، همکاري او د همکارانو ترمنځ همغږي د کاري بهیر له مهمو اصولو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د نظر اختلافونه باید د همکارۍ په روحیه او د چارو سمون او ښه‌والي په موخه مدیریت شي.
نوموړي له مسئولینو وغوښتل، چې د ستونزو پر وړاندې یوازې د ننګونو په بیانولو بسنه ونه کړي، بلکې د هرې ستونزې ترڅنګ عملي او د پلي کېدو وړ حل‌لارې هم وړاندې کړي. همدارنګه ټینګار یې وکړ، چې د وخت محدودیت له امله هېڅ هغه کار چې نن ترسره کېدای شي باید تر سبا ونه وځنډول شي او ټولې برخې باید خپل مسئولیتونه په لومړیتوب کې راوړي او په ټاکلي وخت یې ترسره کړي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د مرستیالۍ، ریاستونو، مطبوعاتي برخې، بهرنیو اړیکو او نورو اړوندو برخو ترمنځ پر عملي همغږۍ او د معلوماتو پر وخت شریکولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې ټول کارکوونکي د کورنیو او بهرنیو مېلمنو او ګډونوالو پر وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازیتوب کوي او باید په نظم، مسئولیت‌ منونکې، مسلکي چلند او درناوي سره د خونې وړ انځور وړاندې کړي.
ورپسې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او د نندارتون دايېرولو ځانګړې کمېټې مسئول ښاغلي احمد شکیل حازم د چمتووالي د بهیر او ترسره شویو فعالیتونو په اړه هر اړخیز راپور او د اجرائیوي او تدارکاتي چارو وروستی وضعیت او د ترسره کېدونکو پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړل.
همدارنګه د بېلابېلو برخو مسئولینو د خپلو اړوندو فعالیتونو او چارو د پرمختګ په اړه راپورونه وړاندې کړل او د ستونزو حل او د چمتووالي بهیر چټکتیا په موخه اړین نظرونه، وړاندیزونه او حل‌لارې بحث او و ارزول شوې.
د ناستې په پای کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي ټینګار وکړ، چې نیوکه باید د اصلاح په موخه وي نه د ملامتولو او تخریب لپاره او د نیمګړتیاوو د پېژندنې ترڅنګ باید د همکارانو د هڅو او ښو کړنو قدرداني وشي.
نوموړي له ټولو مسئولینو او کارکوونکو وغوښتل، چې په پاتې ورځو کې فردي ګټې یوې خوا ته پرېږدي او د نندارتون بریالیتوب، د خونې اعتبار او د هېواد خصوصي سکټور ګټې خپل لومړیتوب وګرځوي.
د خونې عمومي رئیس څرګنده کړه، چې دغه نندارتون یوازې یو څو ورځنی نندارتون نه دی، بلکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیریتي ظرفیت، همغږۍ، مسئولیت منلو‌ او ګډ ټیمي کار د وړتیا د څرګندولو یو مهم فرصت دی.
ټاکل شوې د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۱۵مه، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اکټوبر له ۷مې سره سمون خوري، د کابل ښار د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شي.