د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي اجرائیه کمېټې ۱۶مه ناسته ترسره شوه.

پنج‌شنبه، د تلې ۲۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د اجرائیه کمېټې شپاړلسمه ناستې د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د عمومي ریاست د نړیوالو اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ابراهیم محب، د عمومي ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج زلګي ارین عظیمي، د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عمومي ریاست د اقتصادي پراختیا مرستیال ښاغلي نوراحمدخان نورعالم، د عمومي ریاست د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د عمومي ریاست د سټراټیژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د اجرائیه کمېټې د مالي چارو رئیس ښاغلي الحاج عبدالخلیل خیرخواه، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد جبران مدثر او د خونې د دارالانشاء مسؤلینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو بهیر د لاسته راوړنو، ستونزو او پایلو له اړخه وارزول شو. همدارنګه د دغه مهم اقتصادي پروګرام په ترسره کولو کې د ونډه‌والو کارکوونکو د ستاینې او قدردانۍ پر څرنګوالي بحث وشو.
دغه راز په بلخ ولایت کې سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازولۍ پر تشکیلاتي او اداري موضوعاتو، د ایران اسلامي جمهوریت د چابهار په بندر کې د څه باندې سل هکټاره ځمکې د ورکړې پر موضوع او د خونې په مرکزي دفتر کې سوداګرو او پانګوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو او اسانتیاوو د کیفیت ښه‌والي پر لارو چارو بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه.
د ناستې په پای کې له بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.