يک‌شنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې له سیمه‌ییزو چارواکو، د سوداګریزو خونو له مسؤلینو، سوداګرو، پانګه‌والو او د دغه ولایت د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او خبرې وکړې.
د سفر په پیل کې د بامیان ښاغلي والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوي د تود هرکلی او مېلمه‌پالنې ترڅنګ د ولایت په مقام کې ورسره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې په بامیان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې وضعیت، د دغه ولایت د اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو، د سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو او ننګونو او همدارنګه د سیمه‌ییزې ادارې، سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوی د باميان په (بام اسيا) پنځه ستوريز هوټل کې جوړې شوې پراخې غونډې کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د بامیان ولایت محترم والي، د اسلامي امارت د ادارو رئیسانو او مسؤلینو، د ښاروالۍ مسؤلینو، د بامیان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو، سوداګرو، پانګه‌والو، د خصوصي سکټور استازو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپین ‌ږیرو ګډون کړی و.
په غونډه کې د بامیان ولایت محترم والي د اسلامي امارت یو شمېر ادارو رئیسانو او مسؤلینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ویناوې وکړې او د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې او د خصوصي سکټور ملاتړ په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس په خپله وینا کې د خونې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او پراختیا، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د بې‌وزلۍ کمولو او د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکټور ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د بامیان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل، چې دغه ولایت د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، ګرځندوی او پانګونې په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او له دغو ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه کولای شي په اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د خلکو د ژوند شرایطو په ښه‌والي او د بې‌وزلۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د غونډې پر دوام کې د بامیان ولایت د سوداګرو، پانګه‌والو او د خصوصي سکټور د استازو ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه واورېدل شول او د شته ننګونو د حل او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د بامیان سوداګرۍ او پانګونې خونې د ملاتړ او د هغې د ځینو ترمیماتي ستونزو او اړتیاوو د حل په موخه د دوه میلیون افغانیو په ارزښت د همکارۍ ژمنه وکړه، څو د دغه ولایت سوداګرو او پانګه‌والو ته د لا ښو فعالیتونو او خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
د دې پروګرام په ترڅ کې د بامیان ولایت مقام د مېلمه‌پالنې په دود او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د حضور په درناوي په بامیان ولایت کې پر لاس جوړه شوې چپن نوموړي ته ډالۍ کړه.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي عبدالنافع بارکزي؛ د مدیره پلاوي غړی او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي حاجي خالد مجید؛ د ساختماني چارو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي حمیدالله حبیبي او د خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي هېواد باز او حاجي ګل میر امیني د خونې له رئیس سره ملتیا کوله.
د پروګرامونو له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د ټرانسپورټ ځانګړې کمېټې رئیس ښاغلي حاجي ګل میر امیني د غرمې مېلمستیا چمتوو کړې وه، چې په کې شاوخوا ۲۵۰ تنو د اسلامي امارت چارواکو او مسؤلینو، د بامیان محترم والي، سوداګرو، پانګه‌والو، د خصوصي سکټور استازو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ګډون وکړ.
دې غونډې د سیمه‌ییزو مسؤلینو، سوداګریزو خونو او د خصوصي سکټور د فعالانو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا، د خبرو اترو د دوام او د نظرونو تبادلې لپاره مناسبه زمینه برابره کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له سوداګرو، پانګه‌والو او خصوصي سکټور څخه د خپل ملاتړ په ټینګار سره ژمنه کوي، چې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه به اړوندو مراجعو ته ورسوي او په ټول هېواد کې به د سوداګرۍ د چاپېریال د ښه‌والي، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې هڅونې او د خصوصي سکټور پیاوړتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

شنبه، د وږي ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د سهامي شرکت د جوړېدو د تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو او د دواړو بنسټونو د مدیره پلاوو د یو شمېر غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تخنیکي کمېټې غړو د سهامي شرکت د جوړېدو او ثبت اړوند پر اساسي موضوعاتو لکه د شرکت ډول او جوړښت، مؤسسان او سهم‌لرونکي، د ونډو شمېر او ارزښت، د لومړنۍ پانګونې کچه، د ونډو د برابرولو او وېش څرنګوالی، د شرکت حقوقي او مدیریتي چوکاټ او همدارنګه د شرکت د ثبت او جواز اخېستنې د قانوني او اداري پړاوونو د ترسره کولو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه د شرکت د جوړېدو په پړاو کې د تخنیکي او حقوقي اړتیاوو او د پروسې د منظم او روڼ پرمخ‌بیولو لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د کمېټې د غړو نظرونه او وړاندیزونه وڅېړل شول.
د ناستې په پای کې د بحثونو له راټولولو او لنډیز وروسته د چارو د پرمخ‌بیولو، د تخنیکي او حقوقي ارزونو د بشپړولو او د شرکت د جوړولو د قانوني پړاوونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې صادرې شوې.
دغه ناسته د کمېټې د غړو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو او د یوه منظم، روڼ او د مسلکي اصولو پر بنسټ د سهامي شرکت د جوړېدو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه ترسره شوه.


پنجشنبه، د وږي ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د مدیره پلاوي غړي او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي الحاج مسعود راحت په حضور کې په کابل کې د هند له سفیر ښاغلي یتین پټېل سره لیدنه او د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي او ورته اسانتياوو پر برابرولو خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره د هند د بازار پر ارزښت ټینګار وکړ او د هند له سفیر یې وغوښتل، چې ياد هېواد ته د کام ایر هوايي شرکت د الوتنو زیاتوالي په برخه کې له اړوندو هندي چارواکو سره همکاري وکړي او د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو د چټک انتقال لپاره د منظمې او که امکان ولري د ورځې د دوو الوتنو زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه له هند څخه د یوه ورځني هوايي کارګو الوتنې د ځانګړې کولو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د هند بازارونو ته د افغانستان د تازه مېوو، وچو مېوو او انځرو د صادراتي جوپو د انتقال ظرفیت لوړ شي.
د دې لیدنې پرمهال د خونې عمومي رئیس د افغانستان د تازه او وچو مېوو د سوداګرو او صادرونکو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر د اسانولو او چټکتیا غوښتنه هم وکړه، څو په خبره يې هغوی وکولای شي خپلې سوداګریزې او صادراتي چارې پر وخت تعقیب کړي.
په کابل کې د هند سفیر ښاغلي یتین پټېل د مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د الوتنو د زیاتوالي، هوايي کارګو او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې اسانتیا اړوند غوښتنې به له هندي اړوندو چارواکو سره تعقیب کړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو هند ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو د صادراتو پر زياتوالي او ورته د لازمو اسانتياوو برابرولو په موخه د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

یکشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته د شنبې په ماښام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو، سوداګرو، سلاکارانو، تخنیکي ټیمونو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سهامي شرکت د جوړېدو د حقوقي، اداري او تخنیکي اړخونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د بحث مهم موضوعات د شرکت حقوقي جوړښت او حقوقي شخصیت، د ثبت شرایط او پړاوونه، د مؤسسینو او سهم لرونکو شمېر، د اساسنامې ترتیب، د پانګې او ونډو ټاکل او د شرکت د جوړولو اړوند نور حقوقي او تخنیکي الزامات وو.
په دوام کې لومړنۍ هوکړه وشوه، چې په لومړي پړاو کې د خصوصي سکټور له منځه ۵۰ تنه وړ، باوري او متعهد سوداګر او پانګوال د شرکت د مؤسسینو په توګه وټاکل شي. د مؤسسینو ټاکنه به د پانګونې د توان، ژمنتیا، لېوالتیا او په لویو اقتصادي پروژو کې د ونډې د ظرفیت پر بنسټ ترسره کېږي.
همدارنګه هوکړه وشوه، چې د شرکت د حقوقي او تخنیکي چوکاټ له نهایي کېدو او د لومړنیو ۵۰ مؤسسینو له پیژندنې وروسته په راتلونکي کې د سهم لرونکو د شمېر د زیاتولو او د نویو سهم لرونکو د منلو په اړه د پرېکړې صلاحیت به د شرکت د مؤسسینو په واک کې وي. د سهم لرونکو د شمېر هر ډول زیاتوالی به د مؤسسینو د پرېکړې او هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي.


پنج‌شنبه، د وږي ۱۹مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټيژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د کابل له ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید راشد سره ليدنه او خبرې وکړې.

د ليدنې پرمهال د کابل ښار څلورمې ناحيې اړوند په تهیه مسکن کې د مېوې او سبزۍ مارکېټ سوداګرو او دوکاندارانو يو شمېر ستونزې مطرح او ورته د رسېدنې په موخه يې پر لارو چارو نظرونه تبادله شول.

د ناستې پرمهال د خونې د مديره پلاوي غړي الحاج نجابت حيدري او د مېوې او سبزیو مارکېټ د سوداګرو او دوکاندارانو استازو د دوکانونو د کرایې د ټاکلو او ورکړې، د مارکېټ د دویم پوړ د خونو کرایې، د دوکانونو د ملکیت او استفادې اړوند چارو او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لوري د یو شمېر دوکانونو د مهرلاک کېدو په اړه خپلې ستونزې او اندېښنې له د ښاروالۍ مسئولینو سره شریکې کړې.

د مارکېټ استازو ټینګار وکړ، چې د یادو ستونزو حل او د سوداګرو او اړوندو دولتي مسئولینو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول کولی شي، چې د سوداګریزو فعالیتونو د ښه تنظیم، د سوداګرو د کاري ستونزو کمېدو او د مارکېټ کاري چاپېریال ښه‌والي په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید راشد د سوداګرو او دوکاندارانو د ستونزو له اورېدو وروسته، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم وضاحتونه وړاندې کړل او د یادو ستونزو د مسئولانه څېړنې او حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د کابل ښاروال همدارنګه اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې مطرح شوي موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړي او د نافذه اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې د سوداګرو او دوکاندارانو د ستونزو حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټيژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شیرزاد هم د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خصوصي سکټور د ستونزو او مشروع غوښتنو د تعقیب او د سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تل هڅه کوي، چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې له قانوني لارو له اړوندو ادارو سره مطرح او تعقیب کړي او په هېواد کې د سوداګریزو فعالیتونو، پانګونې او د کاروبار پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

جمعه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې دویمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کمېټې غړو د سهامي شرکت د جوړېدو، د پانګونې فرصتونو او د دغو شرکتونو د عملي فعالیتونو د پیل د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مطرح شویو موضوعاتو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په لومړي ګام کې دې د نفتو تصفیې او پروسس په برخه کې یو گډ سهامي شرکت جوړ شي. د دې طرحې په لومړي پړاو کې د نفتو د تصفیې او پروسس یوې معیاري فابریکې جوړول په پام کې نیول شوي، چې هره ورځ به د پنځه زره ټنه ډېزلو او پټرولو د تولید ظرفیت ولري.
ټاکل شوې دغه فابریکه د عصري ټکنالوجۍ او پرمختللو وسایلو په کارولو سره د سیمې هېوادونو له معتبرو معیارونو، د افغانستان له ملي نورمونو او معیارونو او د کیفیت خوندیتوب او چاپېریال ساتنې له الزاماتو سره سم طرحه او جوړه شي.
د دې فابریکې د جوړېدو موخه د کورني بازار د اړتیاوو یوې برخې پوره کول، د نفتو تصفیه شویو محصولاتو په وارداتو کې د اتکا کمول، د پانګونې جلب، د کاري فرصتونو رامنځته کول او په هېواد کې د نفتو د تصفیې او پروسس صنعت پراختیا ده.
همدارنګه په دې ناسته کې د سهامي شرکت د جوړېدو حقوقي، تخنیکي، مالي او اجرائیوي پړاوونه هم وڅېړل شول او د کمېټې تخنیکي غړو ته لارښوونه وشوه، چې لازمې څېړنې او مطالعات ترسره کړي او خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه د راتلونکو ارزونو او پرېکړو لپاره وړاندې کړي.

مقالات دیگر...