د ژمي په درشل کې د خوراکي توکو د وارداتو زیاتوالی او يادو توکو ته د شته اړتیا پوره کول وڅېړل شول.

یک‌شنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي توکو تخصصي کمېټې ناسته د کمېټې رئیس ښاغلي الحاج وحیدالله عزیز په مشرۍ د کمېټې مرستیال او د خوراکي توکو سکټور د اتحادیو یو شمېر غړو او سوداګرو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د خوراکي توکو د وارداتو زیاتوالی او د ژمي په درشل کې د بازار اړتیاوو د پر وخت پوره کولو لپاره د اړینو تدابیرو نیول بحث شول. د کمېټې رئیس د اوړو، غنمو او غوړیو په ګډون د لومړنیو خوراکي توکو د وارداتو پر چټکتیا ټینګار وکړ، څو د خوراکي توکو د کمښت مخنیوی وشي او عرضه ثابته وساتل شي.
همدارنګه د وارداتو په بهیر کې شته ستونزې، په ځانګړي ډول له هند او پاکستان څخه د وریجو واردولو ستونزې وڅېړل شوې او د موضوع تعقیب لپاره له اړوندو صلاحیت لرونکو مراجعو سره پر خبرو اترو او همغږۍ ټینګار وشو.
د ناستې په بله برخه کې د کابل ښار په ورودي دروازو کې د درنو باروړونکو موټرو لپاره د تم‌ځایونو جوړولو موضوع وڅېړل شوه. د کمېټې غړو د خوراکي توکو پر لېږد او عرضې د دې طرحې احتمالي اغېزو ته په اشارې د یادې طرحې د بیا کتنې او بازار ته د توکو پر وخت لېږد لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
په پای کې د وارداتو اسانولو، د سوداګریزو خنډونو لرې کولو او په ژمي کې خوراکي توکو ته د شته اړتیا پر وخت پوره کولو په موخه د خونې، د خوراکي توکو سکټور د اتحادیو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وشو.