د خونې؛ کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې کمېټې د غیرمعیاري سرې د تولید او عرضې ستونزې وڅېړلې.

یکشنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې تخصصي کمېټې ناسته د خونې عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د عمومي ریاست مالي رئیس ښاغلي الحاج خلیل خیرخواه، د کرنې کمېټې رئیس ښاغلي الحاج مطیع‌الله ګردېزي، یو شمېر سوداګرو او د کرنیز سکټور د اتحادیو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د غیرمعیاري عضوي او کیمیاوي سرو د تولید، عرضې او پلور شته ستونزې وڅېړل شوې. ګډونوالو د هغو سرو د تولید او عرضې په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې اړین کیفیت نه لري، تخنیکي معیارونه پکې نه مراعاتېږي او په ځینو مواردو کې د بهرنیو برانډونو له نومونو او نښو څخه په ناسم ډول ګټه اخېستل کېږي.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د غیرمعیاري سرو کارول د خاورې، کرنیزو محصولاتو او د ځمکو د حاصل ورکولو وړتیا ته زیان رسولی او بزګرانو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولی شي. دوی همدارنګه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه تولیدات باید د کیفیت معیارونه، تخنیکي اصول او د فکري مالکیت حقونه مراعات کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې دا موضوع دې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو مراجعو له لارې تعقیب شي او که سرغړونې ثابتې شي، د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې دې لازم قانوني اقدامات وشي. همدارنګه، د غیرمعیاري محصولاتو د عرضې د مخنیوي او د قانون‌پالو سوداګرو او تولیدوونکو د ملاتړ په موخه، د مسوولو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.