د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۹.۵ مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۱ سوداګریزو هوکړه‌لیکونو لاسلیک

شنبه، د تلې ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې په کابل کې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ناسته ترسره شوه او په پایله کې ۱۱ هوکړه‌لیکونه، چې ټولیز ارزښت یې ۴۵۱.۸ میلیونه امریکایي ډالر او شاوخوا ۲۹.۵ مېلیارده افغانۍ کېږي، لاسلیک شول.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي،
د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال او د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګریزو (B2B) ناستو د مدیریت مسؤل ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عمومي ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د عمومي ریاست د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل او د خونې د عمومي ریاست نورو مرستیالانو، د مدیره او عامل پلاوي غړو، د سوداګریزو بنسټونو مسؤلینو، سوداګرو، صنعتکارانو او د دواړو هېوادونو پانګوالو ګډون درلود.
د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان د کرنې، کانونو، انرجۍ، تولیدي صنعتونو، خوراکي توکو د پروسس او ټرانزیټ ظرفیتونه د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه وبلل. نوموړي له ایراني پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته اقتصادي او د پانګونې برخې فرصتونو څخه ګټه واخلي.
ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د خونې د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال، په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې یې د عملي تفاهمونو، سوداګریزو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمن فرصت وباله.
همدارنګه د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال ښاغلي عبدالقدیر قیافه او د ایران-افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس ښاغلي محمود سیادت د سوداګریزو راکړو ورکړو پر پراختیا، ګډو پانګونو او د صنعت، کانونو، انرجۍ، بېخبناوو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو ترسره کېدل او د هوکړه‌لیکونو لاسلیک:
د پروګرام په عملي برخه کې د افغانستان او ایران د سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو د استازو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې د خونې د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي په مدیریت ترسره شوې. په دغو ناستو کې دواړو لورو د همکاریو فرصتونه، د پانګونې زمینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.
د دغو ناستو په پایله کې د ودانیزو چارو، انرجۍ، کانونو، ټکنالوجۍ، مخابراتو او خوراکي توکو په برخو کې ۱۱ سوداګریز هوکړه‌لیکونه، چې ټولیز ارزښت یې ۴۵۱.۸ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لاسلیک شول. تمه ده، چې دغه هوکړه‌لیکونه د ګډو پانګونو د زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د پروګرام په پای کې د ایران اسلامي جمهوریت د مېلمنو او سوداګریز پلاوي په درناوي مېلمستیا هم جوړه شوه.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د دې ناستې ترسره کېدل د افغان او ایراني سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.