د ترکمنستان د پانګونې په درېیم فورم کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون

شنبه، د تلې ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي، چې مشري یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي کوله، د دوست هېواد ترکمنستان د اقتصاد وزارت په رسمي بلنه د دغه هېواد د پانګونې په درېیم فورم کې، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱مه نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
په دغه پلاوي کې د ولایتي خونو د چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي‌زاده، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي حاجي عبدالله نوري، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي فضل احمد دوستي، د بلخ ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي رئیس ښاغلي ښاغلی احمد شکېب اکبري او د افغانستان بېلابېلو ولایتونو یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی و.
دغه نړیوال فورم د بېلابېلو هېوادونو د رسمي پلاوو، د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو د استازو، سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون ترسره شو. د فورم په ترڅ کې د پانګونې فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
په دغه مهم نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د هېواد اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، د پانګونې راجلبولو، د نویو بازارونو موندلو او د ترکمنستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړه.