د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې پرانېستل شو.

شنبه، د تلې ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د چهارشنبې په ورځ د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او لوړپوړو چارواکو، دیپلوماټیکو استازو، د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو پلاوو، کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل ښار د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې په رسمي ډول پرانېستل شو.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌توب او نوښت پیل شوی، چې د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو معرفي کولو، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې راجلبولو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره یې مناسبه زمینه برابره کړې ده.
د پرانیستغونډې پر مهال د لوړپوړو چارواکو ویناوې:
د نندارتون د پرانیستغونډې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د صنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزير ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف، د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي مولوي نورالحق انور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي ویناوې وکړې.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلاوو او پانګوالو له ګډون د هرکلي ترڅنګ، د سوداګرۍ پر ملاتړ، د پانګونې پر هڅونې، د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا او د اقتصادي فعالیتونو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
نوموړي د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو د معرفي کولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د افغانستان سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د اقتصادي ودې پر اهمیت ټینګار وکړ:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د لوړپوړو چارواکو، دیپلوماټیکو استازو، سوداګریزو پلاوو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ګډون له امله د مننې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې د ملي او نړیوالو نندارتونونو پر مهم رول ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، دغه نندارتون د افغانستان د تولیدي، صنعتي او صادراتي ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې، د پانګونې د راجلبولو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د دوامداره اقتصادي مشارکتونو د رامنځته کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت دی.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د ګډې پانګونې، د ټکنالوجۍ د لېږد، د ارزښت‌ د رامنځته کولو او په سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو د سیالۍ وړتیا د لوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د کورنیو او بهرنیو شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو پراخ ګډون:
د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې شاوخوا ۷۰۰ غرفې فعالې دي، چې له دې ډلې ۲۱۰ کورنیو او ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په غرفو کې خپل محصولات او خدمتونه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د غرفه‌لرونکو شرکتونو ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۵۰۰ ډېر مخکښو سوداګرو او نامتو بهرنیو پانګوالو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی، څو د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه وارزوي، د نندارتون لیدنه وکړي، سوداګریزې خبرې ترسره کړي او اقتصادي همکارۍ رامنځته کړي.
همدارنګه، ګڼ شمېر کورنیو سوداګرو، صنعت‌کارانو، تولیدوونکو او پانګوالو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
د نندارتون مهمې برخې کرنه او مالداري، د خوراکي توکو صنعت، کانونه، ودانیزې چارې، طبي وسایلو، ماشین‌الاتو، فلزي صنایع، غالۍ او لاسي صنایع، انرجي، ټکنالوجي، مخابرات، د چرګانو روزنه، د شاتو مچیو روزنه، د هوايي شرکتونو خدمتونه، غیرالکولي مشروبات او تازه او وچې مېوې رانغاړي.
د سوداګریزو ناستو جوړېدل او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا:
د دغه نندارتون په څنډه کې به د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ ګډې ناستې، د بېلابېلو سکټورونو تخصصي غونډې او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو، شرکتونو او پانګوالو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې (B2B) ناستې ترسره شي.
دغه ناستې د پانګونې د فرصتونو د پېژندلو، د صادراتو د پراختیا، د بازارونو د پراخولو، د اقتصادي مشارکتونو د رامنځته کولو او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي. تمه ده، چې دغه ناستې به د ګډونوالو ترمنځ د هوکړه‌لیکونو او سوداګریزو او پانګونې برخې تړونونو د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.
د ملي اقتصاد په پراختیا او د خصوصي سکټور په پیاوړتیا کې د نندارتون رول:
د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې راجلبولو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد خصوصي سکټور د ملي بنسټ او استازې په توګه د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره د سوداګرۍ د ودې، د صنعتونو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور د افغانستان د حرکت لپاره هڅې کوي.
دغه نندارتون همدارنګه د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د باور د پیاوړتیا او د دوامداره اقتصادي همکاریو د رامنځته کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون به د شپږو ورځو لپاره په کابل کې دوام وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه