ښاغلی عبدالشکور عظیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د نوي غړي په توګه معرفي شو.

پنجشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۵
 
ښاغلی عبدالشکور عظیمي د هېواد ملي سوداګر او د شفقت افغان شرکت رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له لوري د خونې د مدیره پلاوي د نوي غړي په توګه له ګمارل کېدو وروسته رسما معرفي شو.
ښاغلی عبدالشکور عظیمي د سوداګرۍ په برخه کې کاري او مسلکي تجربه لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ښاغلي عبدالشکور عظیمي ته د نوموړي نوې دندې مبارکي وایي او په دې نوي مسئولیت کې ورته د لا ډېرو بریاوو او لاسته راوړنو هیله کوي.