د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل.

پنجشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي او مل پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه. همدارنګه د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په اړه هم خبرې وشوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او سوداګرو او پانګوالو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په ورته مهال په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ایراني سوداګرو او پانګوالو د ګډون ډاډ ورکړ.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د وارداتو او صادراتو د پراختیا، د ځمکنیو ټرانسپورټي لارو او رېل پټلۍ د پراخولو، په بندرونو د اسانتیاوو ښه‌والي او د سوداګرۍ او پانګونې نویو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشي.