د پانګونې او سوداګريزو اړيکو پر پراختیا د افغانستان او قرغېزستان ټينګار.

سې‌شنبه، د وږي ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپل کاري دفتر کې د قرغېزستان سفیر ښاغلي توردی‌خان صادق‌اوف (Turdakun Sydykov) سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګرۍ او پانګونې په برخې کې د همکاریو د پراختیا په اړه ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي قرغېزستان ته د خپل وروستي سفر او د دغه هېواد له تولیدي او صادراتي شرکتونو سره د شوو لیدنو د مثبتو پایلو په یادولو سره د قرغېزستان د سفارت له همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ یې د مستقیمو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د قرغېزستان له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه پيل شي، ګډون وکړي او له نږدې د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ له ظرفیتونو او فرصتونو سره بلد شي.
د قرغېزستان سفیر هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې د اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه. نوموړي د همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلو پانګونو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.
دواړو لورو ليدنې په پای کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه د افغانستان او قرغېزستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د خبرو او ګډو همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.