د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې د اقتصادي چارو د پراختیا مرستیال معرفي شو.

سې‌شنبه، د وږي ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د لزوم‌ديد او پرېکړې له مخې د خونې مدیره پلاوي غړی ښاغلي الحاج نوراحمد نورعلم د اقتصادي پراختیا په چارو کې د خونې مرستیال په توګه له ګمارل کېدو وروسته رسما معرفي شو.
نوموړی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي له لوري د خونې د مدیره پلاوي غړو ته معرفي شو. ښاغلي هاشمي؛ ښاغلی نورعلم د هېواد د سوداګرۍ په ډګر کې له نېک‌نامو او مخکښو شخصیتونو څخه وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د نوموړي له تجربو او وړتیاوو څخه په ګټې اخېستنې سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه د خونې پروګرامونه لا په اغېزناکه توګه تعقیب شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اقتصادي چارو پراختیا مرستیال ښاغلي الحاج نوراحمد نورعلم د خونې د عمومي رئیس له باور مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې به د خصوصي سکټور د ملاتړ، اقتصادي پراختیا او د ملي ګټو خونديتوب په موخه په صداقت او مسئولیت‌ منلو سره خپلې دندې ترسره کړي