د افغانستان لپاره د بریټانیې له ځانګړي استازي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

چهارشنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سې‌شنبې په ماښام د افغانستان لپاره د بریټانیې له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډسي سره په یوه انلاین ناسته کې لیدنه او خبرې وکړې. په دې ناسته کې د خونې یو شمېر مرستیالانو او د مدیره پلاوي غړو هم ګډون درلود.
همدارنګه ښاغلي جیمز بیلمونټي، ښاغلي السټر برنټ، د FCDO د پراختیايي چارو رئیس ښاغلي جک پیټرز، د بشري چارو سلاکار او د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي سلاکار ښاغلي فیض وفامل هم په دې ناسته کې ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د افغانستان خصوصي سکټور وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو او ننګونو، بانکي او مالي ستونزو، سیمه‌ییزو تحولاتو، ټرانزیټي لارو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستې په یوه برخه کې د افغانستان لپاره د بریټانيې حکومت ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ اوسني وضعیت او له پاکستان سره د ځینو سوداګریزو لارو د تړل کېدو، سیمه‌ییزو تحولاتو او جګړو او بانکي او ټرانزیټي ستونزو له امله پر افغان بازارونو د دغو وضعیتونو د اغېزو په اړه پوښتنې مطرح کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې په ځواب کې وویل، چې د افغانستان خصوصي سکټور سره له دې، چې له سختو شرایطو او پرله‌پسې سیمه‌ییزو بحرانونو سره مخ دی د هڅو، نوښتونو او اغېزناک مدیریت له لارې توانېدلی، چې د هېواد د سوداګرۍ بهیر او د بازارونو اساسي اړتیاوو د تأمین لړۍ جاري وساتي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه، د مدیره پلاوي غړو، سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو د یوه زحمتکښ، باهمته او د خلکو خدمت ته ژمن خصوصي سکټور په توګه په سختو شرایطو کې د بازار ثبات او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مهم مسئولیت پر غاړه اخېستی دی.
د خونې عمومي رئیس زیاته کړه، چې د محدودیتونو له رامنځته کېدو او د ځینو سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته خصوصي سکټور له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ نوي تدابېر نیولي او د اکمالاتي ځنځیر د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره یې بدیلې لارې او سرچینې فعالې کړې دي.
نوموړي وویل، چې افغان سوداګرو د درملو، اړینو توکو او د هېواد د نورو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له هند څخه د چابهار بندر او همدارنګه د بندرعباس له لارې خپل واردات پراخ کړل. په ایران کې د جګړې او ناامنۍ له رامنځته کېدو او دغو لارو ته د ګواښونو له زیاتېدو سره خصوصي سکټور یو ځل بیا په چټکۍ اقدام وکړ او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لکه ازبکستان، قرغېزستان، تاجکستان، قزاقستان او د چین له لارې یې بدیلې لارې لا ډېرې وکارولې.
ښاغلي هاشمي څرګنده کړه، چې خصوصي سکټور په دې توګه وتوانېد یو بل کړکېچ هم مدیریت کړي او د افغانستان په بازارونو کې د توکو جدي کمښت د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د اکمالاتي ځنځیر پر وړاندې پر سیمه‌ییزو فشارونو سربېره د خلکو اړین توکي له بېلابېلو لارو برابر شوي او د افغانستان بازارونو خپل عادي فعالیت ته دوام ورکړی دی.
د خونې عمومي رئیس د نفتو د برخې ننګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د روسیې او اوکراین جګړې وروستیو سیمه‌ییزو تحولاتو او د نفتي ساحو او چاڼخونو د زیان‌منېدو له امله د سیمې د انرجۍ بازار له ستونزو او فشارونو سره مخ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې له دې شرایطو سره سره د خصوصي سکټور په نوښت او له دولتي سکټور سره په همغږۍ په افغانستان کې د نفتي توکو برابرول او زېرمه کول مدیریت شوې او د هېواد په کچه د تېلو په ټانکونو او د نفتي موادو په زېرمو کې د بازار اړتیا وړ مواد موجود پاتې شوي دي.
ښاغلي هاشمي څرګنده کړه، چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو کړکېچونو پر مهال د بیو لوړېدل ممکن رامنځته شي، خو اساسي موضوع دا ده، چې افغانستان د تېلو، پټرولو، ډیزلو او ګازو له جدي کمښت او د عرضې له بشپړ بندښت سره نه دی مخ شوی. نوموړي زیاته کړه، چې هېوادوال، موټرچلوونکي او د ټرانسپورټ برخې فعالان کولای شي خپلې اړتیاوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له شته عرضه‌کوونکو مرکزونو څخه برابر کړي.
هغه دغه وضعیت د سوداګرو او پانګوالو د هڅو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه همغږۍ او اړوندو دولتي ادارو د همکاریو پایله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د وروستیو څو کړکېچونو تجربې د افغانستان خصوصي سکټور ظرفیت د سختو شرایطو په مدیریت او د بازار ثبات په ساتلو کې څرګنده کړې ده.
د خبرو په ترڅ کې بریټانوي لوري هم د سیمه‌ییزو ستونزو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د دغو ننګونو د مدیریت او په افغانستان کې د توکو د اکمالاتو بهیر ساتلو په اړه خپله پاملرنه څرګنده کړه. د خونې عمومي رئیس په ځواب کې ټینګار وکړ، چې تر اوسه د خصوصي سکټور د ګډو هڅو او د دولتي ادارو د همکاریو له لارې په بازار کې د پراخ کمښت له رامنځته کېدو مخنیوی شوی دی.
د ناستې په بله برخه کې له بریټانیې، ایټالیا او نورو اروپایي هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو او تګ راتګ د زیاتوالي په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه د بریټانیې سوداګریزو خونو، سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته بلنه ورکړل شوه، څو د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي، ګډون وکړي او له نږدې د افغانستان له تولیداتو، ظرفیتونو او سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو سره بلد شي.
د ناستې په پای کې د افغانستان او بریټانیې د سوداګرو ټولنو ترمنځ د اړیکو پر زیاتوالي او د اقتصادي، سوداګریزو او د پانګونې برخې همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.