شنبه، د لیندۍ لومړۍ، ۱۴۰۵د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې له محترم وزیر شیخالحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره د نوموړي په کاري دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.په دې لیدنه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ، د سوداګرۍ مناسب چاپېریال د ښهوالي، د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا او د هېواد په اقتصادي وده کې د دغه سکټور د ونډې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.ښاغلي هاشمي د خونې فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ، د کورنۍ او بهرنۍ پانګې د جلب او د خصوصي تشبثاتو د ودې لپاره د مناسبو حقوقي چوکاټونو رامنځته کول مهم وبلل.همدارنګه د «نوي اوزبېکستان؛ د نړیوالو بازارونو څلورلارې» تر سرلیک لاندې د سوداګریزو اړیکو په نړیوال کنفرانس کې د عدلیې وزارت د استازي ګډون په اړه خبرې وشوې. ټاکل شوې دغه کنفرانس د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ له ۸مې تر ۱۴مې پورې ترسره شي. د عدلیې محترم وزیر وړاندیز وکړ، چې د دغه وزارت یو استازی دې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي او د افغانستان قوانین دې ۵۲ هېوادونو ګډونوالو ته روښانه کړي، څو د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره د هېواد حقوقي چوکاټ ور وپېژندل شي.د عدلیې محترم وزیر له خصوصي سکټور څخه د خپل کلک ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې فعالیتونه او لاستهراوړنې وستایلې.