د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو حل په اړه د بلخ له والي صاحب سره وکتل

پنج‌شنبه، د لیندۍ ۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس محترم الحاج سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له محترم والي الحاج محمد یوسف وفا سره وکتل او ورسره یې د سوداګرۍ او پانګونې پر وضعیت، د خصوصي سکټور پر وړاندې د شته ستونزو او د هغوی د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي بلخ ولایت ته د خونې د پلاوي سفر موخه د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو له نږدې څېړل، د شته خنډونو پېژندل او د حل لپاره یې د عملي لارو چارو تعقیبول وبلل. نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د شمالي او شمال‌لوېدیځو زونونو د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به د خونې د رهبرۍ له لوري له اړوندو مسؤولینو سره شریک شي، څو د حل په برخه کې یې لازم اقدامات وشي.
د خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې خونه د هېواد د اقتصادي پالیسیو او تګلارو په چوکاټ کې د خصوصي سکټور مشروع ګټو ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې او پانګونې پراختیا لپاره هڅې کوي.
بلخوا د بلخ والي د خونې د پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د هېواد اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو او د سوداګریزو فعالیتونو په دوام کې یې د سوداګرو او پانګوالو د رول ستاینه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت سیمه‌ییز مسؤولین به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته خنډونو د لرې کولو او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو، په ځانګړي ډول د حیرتان سوداګریز بندر په برخه کې له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي.
ښاغلي وفا همدارنګه د تولیدي او صنعتي برخو په پراختیا کې د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د فابریکو او تشبثاتو په جوړولو او پراختیا سره د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو زمینه برابره کړي. نوموړي د رېل پټلۍ، قوش‌تېپې کانال او د برېښنا د لېږد شبکو پراختیا په څېر بنسټیزو پروژو ته په اشارې سره وویل، چې دغه پروژې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
په پای کې دواړو لورو په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته ستونزو، په ځانګړي ډول د حیرتان سوداګریز بندر د فعالیت او پراختیا اړوند ستونزو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د دغو ستونزو د تعقیب او حل لپاره یې د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس هم په حیرتان بندر کې د سوداګرو د ستونزو حل او په دغه مهم اقتصادي دهلېز کې د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول اړین وبلل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج خالد مجید، الحاج ګل‌میر امیني، الحاج سخي احمد نورزاد، الحاج حمیدالله حبیبي او الحاج هیواد باز، همدارنګه د خونې د عامل پلاوي رئیس ډاکټر محمد جبران مدثر هم حضور درلود.