د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د جوزجان د سوداګرۍ خونې مشرتابه او پانګوالو په حضور کې د دغه ولایت له والي صاحب سره ولیدل.

پنجشنبه، د لیندۍ ۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته له سفر وروسته جوزجان ته ولاړ او د دغه ولایت له والي ښاغلي قاري اسماعیل راسخ سره د لیدنې ترڅنګ یې په هغه ناسته کې ګډون وکړ، چې په ولايت مقام کې د والي په شمول سوداګرو او پانګوالو په کې ګډون درلود.
د جوزجان سوداګرو او پانګوالو د دغه سفر هرکلی وکړ او ویې ویل، په تېرو ۱۲ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د مرکزي خونې د مدیره پلاوي له یو شمېر غړو سره دې ولایت ته سفر کوي.
دغه ناسته د سوداګرۍ او پانګونې د وضعیت ارزونې، د اقتصادي فعالانو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو، د شته ظرفیتونو پېژندلو او د خصوصي سکټور او سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سوداګرو د نظرونو او ستونزو له اورېدو وروسته د خصوصي سکټور پر یووالي او همغږۍ، د جوزجان له اقتصادي ظرفیتونو څخه پر اغېزناکې ګټې اخېستنې او د پانګونې لپاره يې د لا ډېرو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د اقتصادي فعالانو مشروع غوښتنې او ستونزې تعقیب کړي.
په ورته مهال د جوزجان والي د خونې د پلاوي هرکلی وکړ او دغه سفر یې د ستونزو ارزونې او اقتصادي ظرفیتونو د پېژندلو لپاره یو مناسب فرصت وباله. نوموړي د هېواد پرمختګ او ابادۍ په برخه کې د حکومت او خصوصي سکټور پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. هغه د جوزجان د نفتو او ګازو زېرمې، طبیعي سرچینې او سوداګریز فرصتونه ارزښتناک وبلل او له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل، چې د ښاري بېخبناوو په ځانګړې توګه د شبرغان ښار د بیارغونې او پراختیا په برخه کې پراخ ګډون وکړي.
ورپسې د جوزجان سوداګرو او پانګوالو د دغه ولایت د نفتو او ګازو، انرجۍ او طبیعي سرچینو ظرفیتونو ته په اشارې د صنعتي ښارګوټو جوړول او د تولیدي بېخبناوو پراختیا یې له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو زیاتولو او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې له دغو ظرفیتونو څخه پر اغېزناکې ګټې اخېستنې ټینګار وکړ.
همدارنګه د جوزجان د غالیو اتحادیې استازي د غالۍ اوبدنې په صنعت کې د دغه ولایت تاریخي مخینې ته په اشارې د غالیو له تولیدوونکو او اوبدونکو څخه د لا ډېر ملاتړ، د مالدارۍ پیاوړتیا او د خامو موادو په ځانګړې توګه د وړیو برابرولو غوښتنه وکړه. نوموړي په ملي او نړیوالو غونډو او نندارتونونو کې د افغانستان غالیو پر ښه معرفي کولو، د صادراتي بازارونو پر پراختیا او له کورنیو تولیداتو څخه پر ملاتړ هم ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ولایتونو له سوداګرو او پانګوالو سره مستقیمې لیدنې د ستونزو پېژندلو، د همکاریو پیاوړتیا او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا لپاره اغېزناکه لاره وبلله. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه خونه به د خصوصي سکټور انسجام، د سهامي شرکتونو جوړولو او د سوداګرو او پانګوالو اقتصادي ظرفیتونو د بسیج په برخه کې هڅې وکړي، څو د ولایتونو په پراختیا او د هېواد د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دفتر ته ولاړ او له کارکوونکو سره یې د لیدنې پر مهال د دغه دفتر چارو او فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل. نوموړي د جوزجان د سوداګرۍ خونې نوې ودانۍ هم پرانیسته او د فعالیتونو د لا ښه والي او اغېزناکتیا په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس دغه سفر په ولایتونو کې له اقتصادي فعالانو سره د خونې مشرتابه د اړیکو نږدې کولو، د پانګونې فرصتونو د پېژندلو او د خصوصي سکټور د ستونزو تعقیب په موخه ترسره شوی، چې د سوداګرو، پانګوالو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا زمینه برابروي.