د ترکیې حلال نړیوال نندارتون کې سلګونو افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو ګډون کړی

پنجشنبه، د لیندۍ ۵مه، ۲۰۲۶
 
د افغانستان سلګونو سوداګرو او اقتصادي فعالانو، چې له افغانستان څخه ورغلي ګډونوال او په ترکیه کې مېشت افغان سوداګر هم پکې شامل دي، د ترکیې په استانبول ښار کې په حلال نړیوال نندارتون او سوداگریزه ناسته کې ګډون کړی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم په دغه نړیواله ناسته کې د هېواد د سوداګریز پلاوي د ګډون په همغږۍ او مشرتابه کې مهم رول درلود. دې پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض‌احمد خوافي په مشرۍ په یاد نندارتون کې ګډون کړی دی.
د حلال نړیوال نندارتون او سوداگریزه ناسته د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲۵مې تر ۲۸مې پورې د ترکیې په استانبول ښار کې دوام لري. د بېلابېلو هېوادونو استازي او د اقتصادي برخو فعالان په دې پروګرام کې ګډون لري، څو د حلال نړیوال بازار له ظرفیتونو، محصولاتو او د همکاریو له فرصتونو سره بلد شي.
ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي د نندارتون په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر ډاکټر عمر بولات سره هم لیدلي. په دغه نړیوال پروګرام کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او افغان اقتصادي فعالانو ګډون د افغانستان اقتصادي وړتیاوو د معرفي کولو، د سوداګریزو همکاریو د فرصتونو ارزونې، د نویو بازارونو پېژندلو او د پانګونې له فرصتونو سره د بلدتیا زمینه برابروي.
د حلال صنعت یوازې خوراکي توکو پورې محدود نه دی بلکې کرنه، تولید، بسته‌بندي، خدمتونه او سوداګري هم رانغاړي. د دغه نړیوال بازار وده د هغو هېوادونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي، چې د لوړ کیفیت لرونکو او د بازار له معیارونو سره سم د محصولاتو تولید او وړاندې کولو وړتیا لري.
افغانستان د کرنې، تولید او سوداګرۍ په برخو کې د پراخو ظرفیتونو په لرلو سره کولای شي د حلال نړیوال بازار له فرصتونو ګټه پورته کړي. په دا ډول نړیوالو پروګرامونو کې د هېواد سوداګرو او اقتصادي فعالانو ګډون د نويو سوداګریزو لارو چارو د پېژندلو او د نړۍ له اقتصادي فعالانو سره د اړیکو ټینګولو زمینه برابروي.