پنجشنبه، د لیندۍ ۵مه، ۱۴۰۵د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر پر دوام بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته له تګ وروسته د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته ولاړ او له سوداګرو، پانګوالو او د دې ولسوالۍ له مشرانو سره یې لیدنه او خبرې وکړې.په دغه لیدنه کې د اندخوی سوداګرو او پانګوالو د صنعتي پارک د پراختیا، د اقینې بندري سیمې په محدوده کې د ګډ سوداګریز او صنعتي ښارګوټي د جوړولو، د قوشتېپې کانال د بشپړولو چارو چټکتیا، د بندري تأسیساتو، د زېرمه کولو هنګرونو او سړو خونو د جوړولو غوښتنې وکړې.دوی ټینګار وکړ، چې د اندخوی اقتصادي ظرفیتونو او سوداګریز موقعیت په پام کې نیولو سره د صنعتي، سوداګریزو او ټرانزیټي بېخبناوو پراختیا به د پانګونې زیاتوالي، صادراتو پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس له سوداګرو او پانګوالو څخه د خپل ملاتړ څرګندولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دغه بنسټ به د خصوصي سکټور د ستونزو او مشروع غوښتنو د تعقیب په برخه کې هڅې وکړي. نوموړي همدارنګه د غالۍ اوبدنې له صنعت، غالۍ اوبدونکو او د غالیو صادراتو د پیاوړتیا څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.ورپسې د اندخوی مشرانو او مخورو د دغه سفر له امله د مننې ترڅنګ د دې ولسوالۍ تاریخي او اقتصادي ظرفیتونو ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.په دغه لیدنه کې د مرکزي خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي، هېواد باز، الحاج خالد مجید، الحاج ګلمیر امیني او الحاج سخي نورزاد او د خونې د عامل پلاوي رئیس ډاکټر جبران مدثر هم حضور درلود.په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوي د اندخوی د تولیدي محصولاتو نندارتون لیدنه وکړه او د تولیدوونکو او فابریکو له خاوندانو څخه یې ملاتړ څرګند او د دوی ستاینه يې وکړه.