ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د نړیوالو اړیکو او د سوداګرۍ پراختیا د ډیپارټمنټونو مسوولانو په شتون کې، له یو شمیر هغو سوداګرو سره چې د جنوبي آسیا سوداګریز نندارتون کې برخه اخلي، خبرې وکړې او د یاد نندارتون په اړه چې د روان کال د اګست ۲ نه تر ۴ پورې د سریلانکا په هیواد کې په لاره اچول کیږي، مفصل معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي مایل احمدي، د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، دا ډول نندارتونونه یې د افغاني محصولاتو د پیژندنې، د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ښه والی او د نړیوالو بازارونو ترلاسه کولو لپاره مهم وګڼل. هغه، له ټولو افغان سوداګرو چې پدې نندارتون کې ګډون کوي غوښتنه وکړه تر څو د لوړ کیفیت افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

 

سه شنبه، اسد ۹، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د لومړي مرستیال محترم محمد یونس مهمند په حضور کې، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له شارژدافیرې میرمن کرن ډیکر سره وکتل او د افغان سوداګرو د ستونزو په ځانګړي ډول د بانکي ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي، د هېواد د عمومي امنیت د ټینګښت، د کوکنارو د کرنې د منع او د اداري فساد له منځه تلو یادونه وکړه او د سوداګرو د موجوده ستونزو په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو د بانکي ستونزو، د سړو خونو د جوړولو اړتیا او د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او د میرمن کرن ډیکر څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل په برخه کې همکاري وکړي.
میرمن کرن ډیکر، د اتاق د مشرتابه پلاوي د خبرو اوریدو وروسته، د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو مسوولینو سره شريکې کړي او د حل په برخه کې به لازمې همکارۍ وکړي.
 
پنجشنبه، د اسد ۴مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګویې اتاق لومړی مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسې حال کې چې: د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلې ضیاالدین اڅکزی، د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، ، د کندهار اتاق مدیره پلاوي غړو، د سپين بولدک د اتاق رئيس، د هېواد د اور وژنې اداری رییس ښاغلي نورالله انصاري، د سپين بولدک ولسوالۍ پانګوالو او د سپين بولدک ولسوالۍ مسوولينو برخه لرله د کندهار د سوداګرۍ او پانګویې اتاق په منڅ کې، پیښوته د رسېدو په چاروکې د دولت له وزیر او ورسره مل پلاوي سره وکتل او د لازمو مشورو، د عملي ګامونو پورته کولو او دغه موضوع د حکومت تر رهبرۍ پورې رسولو باندي خبري اتري وکړه.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند، مېلمنو او د دولت لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له دولتي ارګانونو او د اور وژنې اداری له ژر خدمتونو وړاندې کولو څخه يې مننه وکړه، نوموړي د سپين بولدک ولسوالۍ د ښاري جوړښت پر ښه والي ټينګار وکړ او د لوي کندهار سوداګرو لخوا د هېواد په وده او پرمختګ کې د ګډون ډاډ ورکړ.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دغې پیښې قربانیان د مرستې مستحق وبلل او د عملیاتي پلان جوړول، د ښاري پلان د تطبیق لپاره یې د نقشې په جوړولو او د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د بیمې شرکتونو د فعالیتونو په بیا پیلولول او د حکومت لخوا د ښاري پلان تصویب باندې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، د کندهار ولایت مقام او د اړوندو ادارو له ټولو مسوولینو څخه مننه وکړه چي د پورتنۍ پېښي د مخنیوي کې یې شپه او ورځ خدمات وړاندي کړل.
ښاغلي اڅکزي، د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د دغې پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي، هغه د پېښې قربانیانو د پېژندنې، ښاري ماسټر پلان او د مرستو د بهیر پر روڼوالي د کاري طرزالعمل پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له اړوندو دولتي ادارو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي شفیق، له سوداګرو څخه د مرستو پر راټولولو، د دولت له لوري د ګمرکي محصول پر معافیت، د زیانمن شویو کسانو لپاره د مرکزي اتاق او د کندهار د ولایتي اتاق پر مرستو ټینګار وکړ.
پیښوته د رسېدو په چاروکې د دولت وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبرۍ او د یادې پېښې د څېړلو د کمېټې د غړو د خبرو له اورېدو وروسته له سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل، چې حوصله له لاسه ورنکړي او خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي، هغه ژمنه وکړه، چې د دغه سوداګریز مارکېټ د اور لګېدنې موضوع به د حکومت له مشرتابه سره شریکوي.
 
دوشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۳
 

ښاغلي میرزمان پوپل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د ښاغلي زربت خان ستانکزي د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق مالي رئیس او د هیواد د سوداګرو او صنعتکارانو په ملتیا، په ۲۸مه کونمنګ چین نندارتون او د سویلي آسیا هیوادونو په ۱۷مه سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ او د افغان سوداګرو غرفو څخه چې خپل تولیدي محصولات یې په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي وو، لیدنه وکړه.

دا نندارتون د جولای ۲۳مې نیټې څخه په کونمنګ چین کې د ۷ ورځو لپاره ترسره کیږی. په یاد نندارتون کې افغان سوداګرو خپل تولیدي محصولات په ځانګړي ډول: غالۍ، وچه میوه، زعفران، افغاني لباسونه او قره قل په ۷۶ غرفو کې د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.

 

چهارشنبه، ۳ اسد ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ګل اغا پرواني خیریه بنسټ مشرښاغلي خیرالدین مایل احمدي په ننګرهار ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله له ۲۸۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته په داسې حال کې چې د ننګرهار مقام مرستیال، د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق مدیره پلاوي غړي هریو ښاغلي ګل مرادعرب، مصطفی رحیمي، رئیس خان اقبال او عبدالولي بابکرخیل هم شتون درلود وویشل.


ښاغلي مایل احمدي، د دغه طبیعي پېښو له قربانیانو او کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د هېواد له ټولو سوداګرو اوخیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې په داسې حالاتو کې د خپلو هېوادوالو سره مالي او خوراکې مرستې ګړندۍ کړی، نوموړي د ګل اغا پرواني خيريه بنسټ له لوري په دغه ولايت کې هرې زيانمنې کورنۍ ته له ٥٠٠٠ څخه تر ٥٠٠٠٠ افغاني نغدي پیسې او خوراکي توکو مرسته ياده کړه.

د ولایت مرستیال، د هېواد له خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له سوداګریز مرستیال څخه د ننګرهار ولایت د وروستي ناورین له قربانیانو سره د مالي او خوراکي توکو د مرستې او د همکارۍ له امله مننه وکړه او د هېواد د خصوصي سکټور د نورو غړو د مرستی رسولو ویش په دغه ولایت کې زیانمنو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ.

 

دوشنبه، زمری ۱، ۱۴۰۳

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړۍ مرستیال د ښاغلي خان جان الکوزي، او د حکومت لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د کار ملی کنفرانس کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخواه په لاره اچول شوۍ وو، ګډون وکړ.

ښاغلی مهمند، د حکومت مشرتابه څخه یې د دې کنفرانس په لاره اچولو مننه او ستاینه وکړه او د دندو په رامنځته کولو کې یې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، وویل: د سوداګرۍ اتاق د تیرو کلونو په ترڅ کې یې هڅه کړې ترڅو د اقتصادی ودې او د دندو په رامنځته کولو کې یې د هیواد ۱.۳ میلینوو ډیرو کسانو ته په بیلابیلو سکټورونو کې په ځانګړې توګه د غالیوو په سکټور کې د کار زمینه برابره کړي.

د اتاق لومړي مرستیال، افغانستان یې د بیلابیلو طبیعی سرچینو په لرلو سره، لکه: نفت، ګاز، لیتیم، مس، طلا، یاقوت او زراعتی مځکو وباله او د دندو په رامنځته کولو کې یې د دغو سرچینو استخراج مهم وګاڼه. هغه، د دغو سرچینو استعمال یې د بشری سرچینو پورې تړلې وبلله او د حکومت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د انسانی سرچینو د ظرفیت په لوړولو کې عملی ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مهمند، د هیواد د اوبو مدیریت یې د اقتصادی ودې او د محصولاتو د صادراتو په لوړوالي کې یې مهم وګاڼه، او د سړو خونو په جوړولو همدارنګه د زراعت په میکانیزه کولو کې له خصوصی سکتور سره یې د حکومت ملتیا، غوښتنه وکړه.

محترم مهمند، په ملی او نړیوالو بانکونو کې د خصوصی سکتور د پیسو منجمد کیدل او د پیسو په انتقال کې د آسانتیاوو نشتون یې د هیواد اقتصادی پراختیا لپاره لویه ضربه وګڼله او د نړیوالې ټولنې لخواه د افغان سوداګرو د بانکي شتمنیو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړه.

 

چهارشنبه، ۳ اسد ۱۴۰۳

مقالات دیگر...