د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له نوي ټاکل شوي معین سره وکتل

ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال پداسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، هر یو ښاغلیو: خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس، خان جان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، سید پرویز سادات هوفیاني د مدیره پلاوي غړی، احمد شاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، او میرزمان پوپل د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال شتون درلود، د بهرنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي معین ښاغلي محمد نعیم وردګ سره ولیدل او د افغانستان او د خلیج هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو پر پراختیا یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د بهرنیو چارو وزارت د معین په توګه د ښاغلي وردګ ټاکنې ته مبارکي وویله او په ځانګړې توګه له قطر او بحرین سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ. هغه له ښاغلي وردګ څخه وغوښتل چې د افغانستان د خصوصي سکتور د مشرتابه او یادو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د کتنو زمینه برابره کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونه په خوندي توګه د توکو تبادله او سوداګریز معاملات ترسره کړي. نوموړي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کاري لومړیتوبونه د بدیلو سوداګریزو لارو لټون، د صادراتو زیاتوالی، او د بهرنیو هېوادونو د سوداګرو د تشویق لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونې یادې کړې.
ښاغلي الکوزي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي وردګ څخه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو د ستونزو د هوارۍ او له افغان-پاک ګډ اتاق سره د همکاریو په برخه کې هڅې وکړي.
ښاغلي سرفراز باز، د خصوصي سکتور د فعالیتونو په اړه، چې په بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادي برخو کې ترسره کیږي، نوي ټاکل شوي معین ته معلومات ورکړل او له هغه یې وغوښتل چې د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره د سوداګرو د ویزو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کاري پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سوداګرو لپاره د سهولتونو برابرولو او له حکومت سره د کابل اتاق د همکارۍ څرنګوالی یې تشریح کړ.
ښاغلي وردګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اتاق له هغو هڅو ستاینه وکړه چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې یې له حکومت سره شريکې کړي دي. هغه ډاډ ورکړ چې د حکومت د قانون او پالیسۍ په چوکاټ کې به د سوداګرو لپاره د سهولتونو رامنځته کولو او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې همکاري کوي.
 
 
 
 
سې شنبه، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۹مه