ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د خپل کاري سفر په لړ کې د هېواد جنوبي ولایتونو ته، زابل ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د والي له مرستیال، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس او مشرتابه غړو او همداراز د یاد ولایت د مختلفو اتحادیو له رئیسانو سره وکتل.
په هغه غونډه کې چې د زابل ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي سره ترسره شوه، ښاغلیو: عبدالقادر خان، د یاد اتاق رئیس، حاجي همایون، لومړی مرستیال، حاجي امین الله، د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، او ډاکتر عصمت الله، د درملو د اتحادیې رئیس، حضور درلود.
عبدالقادر خان د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د زابل ولایت د مختلفو سکتورونو د سوداګرو ستونزې بیان کړې. هغه د معیاري درملتونونو، د اوړو، تازه مېوو او وچو مېوو لپاره د مناسب بازار نشتون، د زراعتي محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو نه شتون، او د مېوو د پروسس فابریکو نشتون ته اشاره وکړه. هغه له ښاغلي مهمند څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل، د ګمرکونو د فعالولو، او د زابل ولایت لپاره د صنعتي پارک د ځمکې د وېش په برخه کې د اړوندو حکومتي ادارو سره جدي همغږي وکړي.
ښاغلي حاجي غلام محمد، د زابل ولایت د وچو مېوو د اتحادیې رئیس، د شاه جوی ولسوالۍ د سوداګرو ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ولسوالۍ سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نوموړي وویل چې د سوداګرو د پیسو نه رسېدل په ټاکلي وخت، د معیاري سړو خونو نشتون، د وچو مېوو د پروسس معیاري فابریکو نشتون، او د باکیفیته درملو نشتوالی، هغه ستونزې دي چې ځینې وخت تازه مېوې، په ځانګړي ډول انګور، زهرجن کوي.
ښاغلي مهمند، زابل ولایت یې د افغانستان له سرحدي ولایتونو، د طبیعي زېرمې او زراعتي محصولاتو لرونکی مهم ولایت وباله او له ټولو ګډونوالو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته په رسمي توګه وسپاري، څو اتاق د حکومتي ادارو سره په همغږۍ د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه، له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د افغانیو د ارزښت د ثبات په برخه کې د دولت سره لا زیاته همکاري وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت د والي له مرستیال، ښاغلي محب الله حماس، نذیر احمد حمزه، د صنعت رئیس، د اقتصاد رئیس، او د شاه جوی ولسوالۍ له ولسوال سره هم جلا-جلا ملاقاتونه درلودل، او د سوداګرو ستونزې یې له دوی سره شریکې کړې. نوموړي له حکومتي مسئولینو وغوښتل چې د سوداګرو د ستونزو د حل، او د زابل د صنعتي پارک د ځمکې د وېش په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي محب الله حماس، ښاغلي مهمند ته ښه راغلاست ووایه، او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د معیاري درملتونونو، د اوړو، وچو مېوو او تازه مېوو د مارکېټ د جوړولو، او د صنعتي پارک لپاره د ځمکې د وېش په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
د زابل د صنعت او اقتصاد رئیسانو د صنعتي پارک د ځمکې د وېش د طی مراحل پرمختګ ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د یادې ځمکې د وېش چارې به ژر عملي شي.
همداراز، ښاغلي محمد یونس مهمند، د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ له ولسوال سره هم جلا لیدنه درلوده. د شاه جوی محترم ولسوال، د یادې ولسوالۍ د خصوصي سکتور ستونزې یې د اتاق له مرستیال سره شریکې کړې، او له هغه یې وغوښتل چې د سوداګرو د پانګونې د هڅونې او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
شنبه، د سلواغې ۱۳مه، ۱۴۰۳