ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال، د سارک سوداګریزو مشرانو غړو هیوادونو په انلاین غونډه کې چې د "د سارک اووم کنفرانس " تر عنوان لاندې ترسره شوه، ګډون وکړ. په دې غونډه کې نوموړي د کنفرانس د پلان جوړونې او د غړو هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د بنګلهدېش، مالدیف، هند، نیپال، بوتان، او پاکستان له استازو سره بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې یو داسې پروپوزل وړاندې شي چې د سارک د غړو هیوادونو د سوداګریزو غونډو ټولې لاسته راوړنې پکې شاملې وي. نوموړي، ګډونوالو ته د راتلونکې غونډې او د غړو هیوادونو د نندارتون، چې په داکه ښار کې به ترسره شي، په اړه معلومات ورکړل او وویل: زموږ کاري لومړیتوبونه باید د راتلونکې غونډې د وخت او ځای ټاکل، د بنګلهدېش د سیاسي وضعیت ارزونه، د سارک غړو نظریات د کنفرانس د اجنډا په اړه، او د سوداګرو د ګډون لپاره د علاقې راټولول وي.
ښاغلي مایل د نندارتونونو رول د غړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د محصولاتو په معرفۍ کې مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د سارک غړو هیوادونو له کونسلګریو سره سوداګرو ته د ویزې د صدور په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو په شریکولو ټینګار وشي. نوموړي د دې ډول کنفرانسونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چمتووالي ډاډ یې وړاندې کړ ترڅو د دې کنفرانس په غوره ډول ترسره کولو کې همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې، د سارک غړو هیوادونو استازو د دې هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په زیاتولو ټینګار وکړ او د دې ډول کنفرانسونو او نندارتونونو رول یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم وباله.
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۸مه