د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز پيوستون ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلیو: محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستيال؛ خیرالدین مایل احمدي، د اتاق سوداګریز مرستیال؛ شیرین آغا سخي، د مالي چارو رئیس؛ خان جان الکوزی، د افغان - پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی؛ محمد داوود یوسفزی او ذکریا بریالي، د مشرتابه پلاوي غړي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي احمدالله زاهد؛ په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر محترم آی بیک عثمانوف؛ د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي رئیس ښاغلي عزیزبیک؛ د زراعت، صنعت او کانونو د اتاقونو رئیسانو، د افغانستان د بېلابېلو اتحادیو رئیسانو، او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو په ګډون، په کابل ستار هوټل کې ترسره شوه.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د ازبیکستان سوداګریز پلاوي او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو سوداګریزو - اقتصادي اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: که د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ همکاري لا پراخه شي، نو افغانستان کولی شي د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د اتصال د پُل په توګه عمل وکړي او په سیمهییزو سوداګریزو، ترانزیټي او تجارتي فعالیتونو کې مهم رول ولوبوي.
ښاغلي مهمند، په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه تلل، او د کوکنارو د کرلو درول، د بهرنیو پانګوالو لپاره ښه فرصت وباله. نوموړي، د افغانستان د اقتصاد محور سیاست ته اشاره وکړه او په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه، ازبیکستان ته د افغانستان د ۶۰ میلیونه ډالرو صادراتو او له هغه هېواده د ۷۰۰ میلیونه ډالرو وارداتو ارقام ذکر کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سوداګریز بیلانس نابرابر وباله. ښاغلي مهمند، هیله وښوده چې د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره د ترجیحي تعرفو وضع او د افغانستان د ترانزیټ پیاوړتیا سره به د افغانستان په صادراتو کې ښه زیاتوالی راشي.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، اوسنی سوداګریز وضعیت د قناعت وړ وباله او د ازبیکستان له سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي. نوموړي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو لپاره ډېر سوداګریز فرصتونه مساعد دي.
ښاغلي احمدالله زاهد، د شته سوداګریزو – اقتصادي فرصتونو او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ښو اړیکو په اړه خبرې وکړې او د ازبیکستان سوداګر او پانګوال یې وهڅول چې د افغانستان له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او هلته پانګونه وکړي.
ښاغلي عثمانوف، دغه ناسته د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره غوره فرصت وباله او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو څخه یې قدرداني وکړه. نوموړي د افغانستان او ازبیکستان خلک دوه وروڼه ملتونه یاد کړل چې ګډ میراث لري، او د اوږدمهاله سوداګریزو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په سوداګریزه ناسته کې، چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ترسره شوه، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې له مخې به یې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي او د پانګونې او سوداګریزو تبادلو لپاره به نوي فرصتونه برابر شي.
یکشنبه، د ۱۴۰۳ د سلواغې ۱۴مه