ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداگرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني د اتاق د رهبرۍ له محترمو غړو، حاجي حیات الله سلیمي، د غزني اتاق د هیئت مدیره د دارالانشاء رئیس، محمد اقبال بهادري، د یاد اتاق د هیئت مدیره غړی، عبدالرحمن احمدي، د غزني د صنعت او کانونو د اتاق رئیس، سوداګرو او پانګوالو سره د غزني د سوداگرۍ او پانګونې اتاق په مقر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
ښاغلي سلیمي، ښاغلي مهمند ته راغلاست ووایه او د دې ولایت د سوداګرو او پانګوالو ستونزې یې مطرح کړې. هغه د صنعتي پارکونو د ځمکو نهوېش او د پانګوالو لپاره د هڅونکې کڅوړې د نشتوالي ستونزې یادې کړې او د سوداگرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل چې دغه ستونزې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره مطرح کړي او د حل لپاره یې هڅې وکړي.
ښاغلي احمدي، د غزني د صنعتکارانو ستونزې یادې کړې او وویل چې د دې ولایت د صنعتي پارکونو د ځمکې بیه د ځايي چارواکو له لوري لوړه ټاکل شوې ده. نوموړي له ښاغلي مهمند څخه وغوښتل چې د حکومت له اړوندو چارواکو سره په همغږۍ د صنعتي پارک د ځمکو د نرخ د ټاکلو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
همداراز، سوداګرو د کوچنیو تشبثاتو د مالیاتي ستونزو په اړه د سوداگرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال سره خبرې وکړې او د دوی د حل غوښتنه یې وکړه. ښاغلي مهمند سمدلاسه د مالیې وزارت له محترمو چارواکو سره تیلیفوني اړیکه ونیوله او یادو چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه ستونزې به حل کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د هېواد اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وبللو او ټول سوداګر یې وهڅول چې د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي. نوموړي، د سوداگرۍ او پانګونې اتاق له لوري د دوی د ستونزو د حل او د صنعتي پارک د ځمکې د وېش لپاره د مناسبو حل لارو موندلو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې غزني د هېواد په کچه یو له مهمو ترانزیټي ولایتونو څخه دی، چې لسګونه لوی او کوچني پانګوال یې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه کړې، خو د صنعتي پارک د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
یکشنبه، د ۱۴۰۳ د سلواغې ۱۴مه