د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د یوناما د اقتصادي چارو له استازي سره لیدنه وکړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د یوناما د اقتصادي چارو له استازي ښاغلي کارول پاول زینتک سره په کابل کې وکتل.
 
په دې ناسته کې، ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري معاونیت سرپرست، عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسوول او مجیب الرحمن عثماني د یوناما د دفتر همکار، هم حضور درلود.
ښاغلي مهمند، ښاغلي کارول ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو، او د هېواد د سوداګریزو حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه، زیاته کړه چې اتاق د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اقتصادي کنفرانسونه د سوداګریزو ننګونو او فرصتونو د پیژندلو لپاره جوړ کړي، او دا بهیر به دوام ولري.
د اتاق لومړي مرستیال، په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه تلل، د کوکنارو د کرکیلې بندیدل، او د افغانیو د ارزښت ثبات د بهرنیو پانګونو لپاره ښه فرصتونه وبلل او د پانګوالو لپاره یې د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو یادونه وکړه. هغه، د افغانستان د خصوصي سکتور د استازو په نړیوالو پروګرامونو کې د حضور پر اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د اتاق مشرتابه دې نړیوالو پروګرامونو ته وبلل شي.
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور لویې ستونزې، په ځانګړي ډول د بانکدارۍ مشکلات، په بهرنیو بانکونو کې د سوداګرو د شتمنیو کنګل کېدل، د معیاري سړو خونو نشتوالی او د افغان سوداګرو لپاره د اروپایي هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو د اسانتیاوو نشتون یادونه وکړه او له یوناما څخه یې د سوداګرو د ستونزو په حل او د قطر هېواد کې د افغانستان د خصوصي سکتور د کاري ډلې د ناستې لپاره د اتاق د مشرتابه د ګډون په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي کارول پاول زینتک، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د یوناما له دفتر سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او اتاق یې د یوناما کاري شریک وباله. هغه د اتاق د لومړي مرستیال لخوا د مطرح شوو موضوعاتو په اړه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳