د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلی توکل احمدیار د اتاق عمومي رئیس، ښاغلی محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی خان جان الکوزی د افغان-پاک اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی بهادر خیرخواه او ښاغلی داوود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د ښاغلیو: احمد شاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، میراجان سلیمان خېل د افغانستان-ایران اتاق رئیس، سید کریم آغا د نفتو ټولنې رئیس او یو شمېر د نفتو واردونکو په شتون کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین ښاغلي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت د نورم او ستندرد له رئیس ښاغلي قاري ابراهیم سره آنلاین ناسته ترسره کړه.
ښاغلي پوپل، د دې ناستې اساسي موخه د مالیې وزارت د ګمرکونو له لوري په بندرونو کې د درول شویو واګونونو لپاره د مناسب حل لارو موندل وبلل او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې نوبت سره سم خپلې ستونزې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین سره شریکې کړي.
ښاغلي احمدیار، د نفتو واردونکو له ستونزو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ورته ستونزو دایمي حل ته باید مناسبه لاره وموندل شي. نوموړي، د نورم او ستندرد ریاست له لوري د واګونونو بیا چک کول او د افغاني شرکتونو تړونونه له بهرنیو تولیدي شرکتونو سره بیا ارزونه د تیلو د شفافیت او د بېکیفیته تیلو د پېژندنې لپاره مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د بېکیفیته تیلو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د نفتو واردونکو سوداګرو رول د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د بېکیفیته تیلو واردات د هوا د ککړتیا، د سون توکو د زیات مصرف، د کورنیو تولیداتو د کمښت او د ماشینونو د تخریب لامل کېږي. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د بېکیفیته تیلو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې هر اړخیز ملاتړ وکړي او د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت څخه یې وغوښتل چې د وارداتي تیلو د ستندرد په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي سید کریم آغا د نفتو ټولنې رئیس او یو شمېر د نفتو واردونکو سوداګرو، د خپلو واګونونو د بندېدو ستونزې مطرح کړې او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین څخه یې وغوښتل چې د لابراتوارونو د معیاري کولو، د نورم او ستندرد ریاست له لوري د پالیسیو د بدلونونو په اړه سوداګرو ته د ژر خبر ورکولو او د نفتو د پانګوالو او کمیشنکارانو د مشخص کولو په برخه کې جدي توجه وکړي، ترڅو د قاچاق او د بېکیفیته تیلو د وارداتو مخه ونیول شي.
ښاغلي سعید، د نفتو واردونکو سوداګرو ستونزې واورېدلې او ټینګار یې وکړ چې د وارداتي تیلو د لابراتواري ازموینو پروسه به بیا ترسره کېږي. نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپل وړاندیزونه د دغو ستونزو دایمي حل لپاره د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معینیت سره شریک کړي.
ښاغلي سعید، په ګمرکونو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره د خپلې مبارزې یادونه وکړه او د مالیې وزارت د نورم او ستندرد ریاست رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې په بندرونو کې د بندو واګونونو د خلاصون په برخه کې له سوداګرو سره همکاري وکړي. هغه، له ټولو نفتو واردونکو وغوښتل چې له دې وروسته خپل قراردادونه د افغانستان د نورم او ستندرد ریاست د پالیسۍ مطابق امضا کړي.
ښاغلي الکوزي، د یوې تخنیکي ناستې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې په هغې کې د نورم او ستندرد ریاست ټوله پالیسي او د نفتو واردونکو سوداګرو موجوده ستونزې وڅېړل شي.
سهشنبه، د ۱۴۰۳ د سلواغې ۱۶مه